1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او روسیې تر منځ د اتومي وسلو تړون لغوه شو

۱۳۹۸ مرداد ۱۱, جمعه

د امریکا او روسیې تر منځ د اتومي وسلو یو تړون لغو شو. آیا له دې اقدام سره اروپا د سړې جګړې دوران ته ورګرځي؟ آلمان غواړي د وسلو د یوه احتمالي رقابت مخه ونیسي او له دې کبله یې له روسیې د خبرو لارې پرانیستې پریښي دي.

https://p.dw.com/p/3NEiV
Russland Mittelstreckenrakete SSC-8
انځور: picture-alliance/dpa/P. Golovkin

د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، په رسمي توګه له روسیې سره د منځني واټن ویشتونکو توغندیو چې د اتومي سرګلولو د لیږد وړتیا لري، د آزموینې او تولید له تاریخي تړون څخه د وتلو پریکړه وکړه.

په دې ترتیب سره د امریکا د هغه مهال د ولسمشر رونالد ریګن، او د روسیې د هغه مهال د ولسمشر میخایل ګورباچوف، ترمنځ دغه تاریخي تړون لغوه شو. امریکا متحده ایالاتو پر روسیې تور پورې کړی چې له دغه تړون څخه یې سرغړونه کړې او دا چې روسیه هیڅ پلان نه لري چې د دغه تړون په چوکاټ کې عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو نن د جمعې په ورځ د دغه تړون د لغو کیدو خبر ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو نن د جمعې په ورځ د دغه تړون د لغو کیدو خبر ورکړ.انځور: AFP/Getty Images/E. Baradat

په عین وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف، د دې کار تور پر امریکایانو پورې کړی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې په دویمه نیټه، د امریکا متحده ایالاتو له لوري د اقدام په پایله کې، د پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د منځني او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو پر سر توافق له منځه ولاړ.»

دغه تړون د امریکا د هغه مهال د ولسمشر رونالد ریګن او د پخواني شوروي د هغه مهال د ولسمشر میخایل ګورباچوف ترمنځ په ۱۹۸۷م کال کې لاسلیک شوی وو چې له مخې یې له ځمکې څخه ځمکې ته د لنډ او منځني واټڼ ویشتونکو توغندیو پر آزموینې او تولید ممنوعیت وضع شو. د دغه راز توغندیو د هدف ویشتنې واټن له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومترو پورې اټکل شوی وو. د تړون تر لاسلیکیدو وروسته د پنځو کلونو څخه په کمه موده کې دواړو لورو شاوخوا ۲۶۹۲ توغندي له منځه یوړل. دغه څه د نورو هیوادونو په پرتله آلمان ته ځکه ډیر ارزښتناک وو، ځکه چې په ۷۰ او ۸۰مو لسیزو کې د آلمان په خاوره کې د توغندیو ځای پر ځای کیدل په دې هیواد کې د پراخو لاریونونو سبب وګرځید خو بیا هم له سلو ډیر توغندي د آلمان په خاوره کې نصب کړل شول.

دغه تړون په ۱۹۸۷م کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر رونالد ریګن او د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر میخایل ګوربچوف ترمنځ لاسلیک شوی وو.
دغه تړون په ۱۹۸۷م کال کې د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر رونالد ریګن او د پخواني شوروي اتحاد د ولسمشر میخایل ګوربچوف ترمنځ لاسلیک شوی وو. انځور: picture-alliance/dpa/AFP

یو پر بل د تورونو لګول او د اروپا اندیښنې

د ۲۰۱۴م کال راهیسې واشنګټن او مسکو په دوامداره توګه د یاد تړون څخه د سرغړونې په برخه کې پر یو بل تورونه پورې کوي. په دې برخه کې د 9M729  په نوم د مسکو جوړ یو توغندی د تورونو اصلي موضوع وه. مسکو ادعا کوي چې د دغه توغندي د واټن ویشتنې وړتیا د تړون په مطابقت کې ده او له ۵۰۰ کیلومترو څخه کم واټن په نخښه کولی شي، داسې ادعا چې واشنګټن ورسره مخالفت لري.

روسیه ادعا کوي چې د دوی توغندی د یاد توافق له مقراراتو سره سم تر ۵۰۰ کیلومتره کم واټن په نخښه کوي.
روسیه ادعا کوي چې د دوی توغندی د یاد توافق له مقراراتو سره سم تر ۵۰۰ کیلومتره کم واټن په نخښه کوي.انځور: Reuters/M. Shemetov

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال مرکز د یوه لوړ پوړي سلاکار او د ناټو په سازمان کې د پالیسې د پلانونو پخواني جوړونکي فابریس پوتیر، په حواله آلماني او فرانسوي دپلوماتانو د تیرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د پردې تر شا د (INF) په نامه د دغه تړون د ژغورلو هڅې پیل کړې وې. بل لوري ته د آلمان په همبورګ پوهنتون کې د سولې د څیړنې او امنيتي پالیسو له انسټیټویټ څخه اولریش کوهن وايي چې د دغه تړون پای د اروپا د امنیت له پاره یو ډیر بد خبر دی.

کوهن دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «دا په دې معنی ده چې موږ بیرته د ۱۹۸۰ تاریخ ته ورګرځو. موږ یو ځل بیا وینو چې روسي توغندي به غربي اروپا ته خپل مخ وګرځوي. ښايي په یوه یا دوو کلونو کې به غربي توغندي بیا د روسیې لوري ته خپل مخ وګرځوي.»

Infografik INF-Vertrag EN

د امریکا او روسیې ترمنځ د تړون لغوه کیدو د ناټو د غړو هیوادونو په ځانګړې توګه د مرکزي او شرقي اروپايي هیوادونو ترمنځ  د وسلو د نوي رقابت په هکله اندیښنې زیاتې کړي دي. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، د محافظه کاره مسیحي دموکرات د ګوند غړي او د پارلمان وکیل رودریش کیزه ویټر، په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «دا د ډیر ارزښت وړ یوه موضوع ده چې په اروپا کې د اتومي وسلو د لا ډیر ویش مخه ونیول شي.»

کیزه ویټر په ځانګړې توګه د واشنګټڼ او اروپايي متحدینو ترمنځ د دوه اړخیزو پوځي تړونو په هکله خپل مخالفت څرګند کړ.

Seda Serdar /KH-MS