1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او ترکیې ولسمشرانو تلیفوني خبري کړي

۱۳۹۷ دی ۲۵, سه‌شنبه

د سوریې په شمال کې به له کردي ملیشو سره څه ډول چلن وشي؟ په دې هکله د امریکا او ترکیې نظرونه سره ډیر توپیر لري. ولسمشر دونالد ترمپ او ترکي سیال یې رجب طیب اردوغان په دې هکله سره تلیفوني خبرې اتري کړي.

https://p.dw.com/p/3BYlx
Türkei Panzer der türkischen Arme an der Grenze zu Syrien
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/H. O. Sandal

امریکا متحده ایالات او ترکیه د سوریې په شمال کې د یوه «امنیتي زون» د رامنځ ته کیدو په هکله ارزونې کوي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان دفتر خبر ورکړی دی چې د ترکیې او متحده ایالاتو ولسمشرانو په یوه تلیفوني مکالمه کې «له ترهګرۍ څخه آزادې» دغه ډول سیمې په هکله خبري کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې ترمپ دا خبره روښانه کړې ده چې غواړي له ترکیې سره د دغه هیواد د امنیتي اندیښنو په هکله همکاري وکړي. خو د ویاندې په خبره ترمپ پر دې خبره ټینګار کړی دی چې ترکیه باید د کردانو او نورو هغو ډلو پر وړاندې ناوړه چلن و نه کړي چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د متحده ایالاتو سره په ګډه جنګیدلي دي. له دې سره د ترمپ اشاره د سوریې په شمال کې کردي ولسي واحدونو (وای پي جي) ته وه.

له کردي ولسي واحدونو سره چلن له کلونو راهیسې د واشنګټن او انقرې تر منځ شخړه ایزه موضوع ده. ترکیه دغه سوریایي ملیشې یو ګواښ ګڼي، چې د منع کړل شوي کردي کارګر ګوند (پي کې کې) سره متحدې دي.

Syrien Manbidsch Kurdische Kämpfer
د سوریې په شمال کې د کردي ولسي واحدونو یو جنګیالی (آرشیف انځور)انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Malla

کردان اندیښنه لري چې د سوریې له شمال څخه به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په احتمالي توګه په دې سیمه کې نوي عملیات پیل کړي. ترمپ په دسمبر میاشت کې په ناڅاپي توګه له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ. د اردوغان یوه سلاکار فحرتین التون، د دې خبرې ډاډ ورکړی دی چې ترکیه د «کردانو دښمنه نه ده». د هغه په خبره یوازې «ترهګر» په نظر کې دي.

معتدله لهجه

ترمپ له اردوغان سره تر تلیفوني خبرو اترو وروسته د پخوا په پرتله پخلا کیدونکې څرګندونې کړي. هغه د خپل ټویټر په پیغام کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي ودې د پراختیا له پاره د ستر پوتنسیال یادونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې ترمپ د یکشنبې په ورځ د خپل ټویټر په پیغام کې ترکیې ته د اقتصادي ویجاړۍ، ګواښ کړی وو که چیرې د سوریې په شمال کې پر کردانو حمله وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: