1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په کليساو کې د ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده

۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د امريکا متحدو ايالاتو په پنسلوينيا ايالت کې پلټونکو په کاتوليکي کليساو کې د کوچنيانو څخه د پراخې ناوړه جنسي استفادې او د دې تیريو د پټ ساتلو په هلکه ټکان ورکوونکي جزيات په ډاگه کړي دي. د قربانيانو شمير زرو ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/33Bj9
USA Pennsylvania Missbrauchsskandal | Josh Shapiro
د پنسلوينيا عمومي څارنوال جان شاپيرو دا رپوټ وړاندې کړانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Rourke

د يوه هر اړخیز رپوټ په حواله د امريکا متحدو ايالاتو د پنسلوينيا ايالت تر ۳۰۰ زياتو کاتوليکي کليساو کې کشيشانو پر کم سنو جنسي تيری کړی دی. د دې ایالت د منصفه هيئت په وروستي رپوټ کې ويل شوي چې لږ تر لږه  زر ماشومان د تيري ښکار شوي دي. خو دا شمير ښایي تر دې هم لوړ وي ځکه د ډيرو ماشومانو قضیې نه دي روښانه او يا ځينو یې ښايي له ډاره د چا سره خپله کيسه نه وي شريکه کړي.

د پنسلوينيا عمومي څارنوال جان شاپيرو، په دې هکله وويل: «که څه هم چې د کشيشانو ليست اوږده دی خو موږ فکر نه کوو چې ټول مو پيژندلي وي.» د هغه په حواله دا په کليسا کې د ماشومانو څخه د ناوړه جنسي استفادې په اړه په امريکا متحدو ايالاتو کې لومړی رپوټ دی چې خپريږي.

د کليساو د استازو له خوا د پېښو پټ ساتل

د جنسي تيري دا پېښې د ۷۰ کالونو په موده کې د پنسلوينيا په اتوو د کليسا د شرعي نفوذ لاندې تقسيم شويو حوزو  څخه یې په شپږو کې ترسره شوي دي. عمومي څارنوال شاپيرو په پنسلوينيا کې د کلیساو د مشرانو او همدا راز د واتيکان له خوا د دې پېښو د «څو لسيزو راهيسې د پټ ساتلو» خبره وکړه.

په رپوټ کې راغلي: «عيسوي ملايان پر کوچنيو نجونو او هلکانو جنسي تيری کړی خو مسئولينو هيڅ هم نه دي کړي او دا هر څه یې پټ کړي دي او کليساو هڅه کړې په هر ه بيه خپل تاسيسات وساتي.»

USA Pennsylvania Missbrauchsskandal
احتمالي قربانيان او د هغوی خپلوان د رپوت د وړاندې کولو پر وختانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Rourke

دلته يادې شوې ټولې قضیې ورباندي له زيات وخت تېرېدو له کبله نور د قانوني تعقيب وړ نه دي او په دې توګه تړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دوه کشيشانو په تيرو لسو کالونو کې پر ماشومانو جنسي تیری کړی دی. د څيړنو په حواله زياتره قربانيان هلکان ول او لا د بلوغ عمر ته نه وو رسيدلي.

د قربانيانو پر ځای د اسقفانو سره خواخوږی

د عدلي چارواکو له خوا په خپره کړل شوې مطبوعاتي اعلامیه کې ويل شوي چې په يوه قضيه کې يوه عيسوي ملا هلکان د «سرطان» د یوې معاينې په بهانه د خپل هوس ښکار کړي ول. په پتسبورگ ناحيه کې د څلورو ملايانو يوې ډلې په شريکه پر هلکانو تيری کړی. کشيشانو همدا راز پر نجونې هم تیری کړی دی. د رپوټ په حواله په يوه قضيه کې د يوې نجلۍ حمل ساقط کړل شوی دی. د چارو اړوند اسقف بيا د دې قضیې وروسته خپله خواخوږي څرگنده کړې: خو د قرباني شوې نجلۍ سره نه بلکې د اسقف سره: هغه ويلي: «پر تاسې به ډيره سخته تيره شوي وي.»

 د پلټنو د نتايجو د وړاندې کولو مطبوعاتي غونډه

دا رپوټ د يو شمير عيني شاهدانو او د کليسا د هغو يو نيم ميليون اسنادو پر بنسټ چمتو کړل شوی چې د کليساو چارواکو په خپل پټو آرشيفونو کې ساتلي ول. ويل شوي چې د پنسلوينيا پلټنونکو د عدليې له خوا د فشار اچولو په پايله کې دې اسنادو ته لاس رسۍ وموند. هغه ملايانو چې رسوا شوي وو په رپوټ کې یې د خپل نوم د خپريدو پر وړاندې مقاومت وکړ چې دې د رپوټ خپرول هم وځنډول. د څارنوال شاپيرو په حواله په شکمنو کسانو کې د کليسا لوړپوړي استازي هم شامل دي.

afp,dpa,rtr (B.S/A.W.A)

زموږ له آرشيف څخه: