د امريکا په عامه ځايونو کې د ډله ايزو وژنو کرونولوژي
د امريکا په عامه ځايونو کې وسله وال بريدونه اوس په يوه غمجن تکراري داستان باندي اوښتی دی. په دغه شان بريدونو کې هرکال ډير انسانان وژل کيږي. بريدونه تر ډيره پر داسې ځايونو کيږي چې ډیر خلک پکښې راټول وي.
د فلوريدا د لند پارک پيښه
د مارجوري ستون من داګلاس ليسې يوه پخواني زده کوونکي د ۲۰۱۸م کال د فبروري مياشتي پر ۱۷مه د امريکا د فلوريدا په لند پارک کې خپل ۱۷ ټولګيوال ووژل. هغه ۱۹ کلن وو. تر دغې پيښې وروسته د قربانيانو کورنۍ په خپلو کې راټول او لومړي ځل د وسلو د کنترول غوښتونکي شول.
د امريکا په تاريخ تر ټولو خونړۍ پيښه
په ۲۰۱۷م کال، يو بريدګر د امريکا په لاس وګاس کې د موسيقۍ فيستوال ته پر راغلو کسانو ډزې وکړې چې ۵۹ تنه يې ووژل او تر ۴۰۰ ډير يې ټپيان کړل. بريدګر چې هيڅ پخوانۍ جرمي سابقه نه لرله، د خپل هوټل له کوټې څخه يې پر خلکو ډزې کړې وې. دا د امريکا په تاريخ تر ټولو خونړۍ پيښه ښودل شوې ده.
د سوترلند سپرينګز د باپتیست کليسا
له خپلوانو سره حسادت، د دې لامل شول چې يو ۲۶ کلن ځوان د تګزاس ايالت په سوترلند سپرينګز سيمه کې پر يوې کليسا ډزې وکړي. دغه ځوان ۲۶ کسان ووژل. د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ هغه مهال د دغه شان وسله والو بريدونو لامل د بريدګرو رواني ستونزې ګڼلې وې.
په اورلاندو کې د پالس نايت کلب
يوه افغاني الاصله امريکايي د فلوريدا په اورلاندو کې د همجنسبازانو په يوه نايټ کلب کې۵۰ کسان ووژل. د دغه کس په اړه ويل شوي چې له همجنسبازو نارينه وو څخه يې ژوره کرکه درلوده. هغه په دغې شپه د «آ ار ۱۵» ډوله ماشينګڼ پر مټ پر خلکو ډزې وکړې. دغه بريد په نړيواله کچه محکوم کړل شو.
د سندي هوک د لمړني ښوونځي مرګونې پيښه
په ۲۰۱۲م کال د «نيوټاون کانتيکت» پر لومړۍ ښوونځي د وسله وال بريد ترسره کيدل، د امريکا خلکو ته سخت ټکان ورکړ. دا لومړی ځل وو چې تر اته کلنۍ ښکته ماشومان په مستقيمه توګه په ډزو ويشتل کيدل. په دغې حمله کې ۲۰ ماشومان ووژل شول.
د کلورادو په آئورورا کې د ۱۶مې پيړۍ د تياتر سالون
په ۲۰۱۲م کال کې يوه خطرناکه خونړۍ پيښه د کلورادو په آورورای کې رامنځ ته شوه. په دغې پيښه کې بريدګر د سيمنا سالون ته دننه او پر نندارچيانو يې ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې ۱۴ کسان ووژل او ۵۰ نور ټپيان کړل. بريدګر پر نندارچيانو هغه مهال ډزې وکړي چې هغوی د «بت من» د وروستي فلم ننداره کوله.
د ویرجینیا پوهنتون
په ۲۰۰۷م کال کې يو محصل د ويرجينيا په يوه پوهنتون کې خپل ۳۲ تنه ټولګيوال ووژل. هغه د خپلو ټولګيوالو پر ليليې او يوه ټولګي باندې ډزې وکړې. دغه بريد د ټولو پام د امريکا د وسلو ملي ټولنې ته واړاوه. دا په امريکا کې هغه تر ټولو ځواکمنه ډله ده چې د وسلو د کنترول اړوند قوانينو د تصويب مخنيوی کوی.
د کلمبین ليسه
پر ښوونځي باندې لوی وسله وال بريد په ۱۹۹۹م کال کې شو. دغه بريد د کلورادو په کلمبين کې د ليسې د دوو قهرجنو زده کونکو له لوري ترسره شو. هغوی د ليسې پر زده کوونکو ماشينګڼې وچلولې چې په پایله کې يې ۱۳ کسان ووژل شول.