1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا په آلاباما کې توپان تر ۲۰ زيات انسانان وژلي

۱۳۹۷ اسفند ۱۳, دوشنبه

په یوه ساعت کې تر ۲۰۰ کيلومترو زيات سرعت لرونکو گردبادونو د امريکا متحدو ایالاتو په سويل ختیځ کې کورونه ويجاړ کړي او ونې یې چپه کړي دي. توپان يو شمير انسانان وژلي او د ډېرو د لادرکه کیدو رپوټونه ورکول کیږي.

https://p.dw.com/p/3EOld
USA Wirbelsturm in Alabama
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Haskey

د امريکا متحدو ايالاتو په سويل ختیځ ايالت آلاباما کې د تورنادو بادونو وورسته لږ تر لږه د ۲۲ کسانو وژل کيدل تائيد شوي دي. د آلاباما ايالت د لي کاونتي سيمې د پوليسو مشر جی جونز، وويل چې په وژل شويو کې ډېر ماشومان هم شامل دي. هغه زياته کړه چې سخت ټپيان هم لرو او ډېری کسان لادرکه دي.

جی جونز زياته کړه چې په لادرکه شويو کسانو لټون ادامه لري: «موږ لټونه ته دوام ورکوو ځکه چې اوس هم ډېر کسان ورک دي.» خو نوموړي د لادرکه شويو دقيق شمېر په ډاگه نه کړ.

د هوا پېژندنې ملي ادارې په حواله د آلاباما ترڅنگ په گاونډي ایالت جيورجيا کې هم تورنادو يا گردبادونه راغلی چې سرعت یې په ساعت کې ۲۱۸ کيلومترو ته رسيده. د لي کاونتي د ملي دفاع ادارې که څه هم چې د خطرناکو گردبادونو خبرداری ورکړی وو او د سيمې خلکو ته یې له احتياط څخه د کار اخيستو سپارښتنه کړې وه خو ښايی پر دې سربيره هم کافي احتياطي گامونه نه وي اخیستل شوي.

USA Tornado Alabama Sturm
گردبادونو ونې چپه کړي چې ځينو یې سړکونه بند کړي ديانځور: Reuters/Social Media/S. Fillmer

د لي کاونتي د پوليسو مشر جونز د سي اين اين تلویزيوني شبکې ته وويل چې توپان ډېره پراخه ساحه ويجاړه کړې ده. د اغیزمنې سيمې څخه رسيدلي انځورونو کې ويجاړ شوي کورونه، له بيخه رانړیدلې ونې او د ژغورنې د موټرو له خوا تړل شوي سړکونه لیدل کيږي. د ژغورنې عملې گڼ شمير غړي په کار بوخت دي. تر اوسه لا په دقیقه توگه څرگنده نه ده چې توپان څومره زیان اړولی دی. جی جونز زياته کړه چې د گردباد له خوا د اوښتي زیان ساحه څه نه څه ۴۰۰ متره پلنه او څو کيلومتره اوږده ده.

په آلاباما کې د برمنگهم د هوا پېژندنې مرکز د سېمې خلکو ته د يوه سړې شپې څخه خبرداری ورکړی وو ځکه چې د اغیزمنې  سېمې تر ۱۰۰۰۰ د زياتو کورونه او اپارتمانونو بريښنا پرچاو شوې وه.

زموږ له ارشيف څخه: