1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا ټاکنې د آلمان او اروپا له نظره

۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو منځمهاله ټاکنې هیڅ کله هم دومره د پام وړ نه وې. ډيري اروپايان هيله لري چې دا ټاکنې به ولسمشر دونالد ترمپ په خپل تندلاري سیاست کې بدلون ته اړ کړي.

https://p.dw.com/p/37fpz
Symbolfoto Verhältnis USA EU
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د «شپيگل» په نوم آلمانۍ مجلې خپل لوستونکي د امريکا متحدو ايالاتو د منځمهاله ټاکنو په اړه  د نظر پوښتنې سره «حيران» کړل. دا نظر پوښتنه  د يوه تبليغاتي عمل سره هم تړل شوې ځکه دا مجله نوي مشتري جلبول غواړي. خو دا سروې دا هم ښيي چې د امريکا د منځمهال ټاکنو په اړه د آلمانیانو ليوالتيا څومره زياته ده.

د ټولو نورو اروپايانو په څېر آلمانان هم د امريکا د دې راتلونکو منځمهاله ټاکنو په ترڅ کې غواړي وپوهيږي چې آیا ولسمشر دونالد ترمپ به د اپوزيسيون يعني د ديموکراتانو د بريا وروسته خپله د بهرني سياست تگلاره بدله کړي او که نه؟  ځينې خو بيا يو قدم مخکې ځي او په کانگرس کې داسې اکثريت غواړي د دونالد ترمپ د «استېضاح» پروسه پيل کړي.

په امريکا متحده ايالاتو کې د نوامبر پر شپږمه نيټه د استازو مجلس له پاره ټاکنې کیږي او ټول غړي به له سره وټاکل شي. خو د سنا مجلس يوازې يو په دريمه برخه څوکيو له پاره ټاکنې کيږي او يو په دريمه برخه نوي غړي به ټاکل کيږي. اوسهمال په دواړو خونو کې جمهوري غوښتونکي اکثريت لري.

د ولسمشر زیات کنترول؟

د امريکا متحده ايالاتو په تاريخ کې په دودیز ډول اپوزيسيون ډلې د منځمهاله ټاکنو پر وخت په قوي توگه راڅرگنديږي. دا تمه ايلمر بروک، چې د آلمان د مسيحي ديموکرات گوند د اروپا د سياست کارپوه او د صدراعظمې ميرکل يو نژدې ملگری دی، هم لري.

هغه له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې «د کنترول او توازن» د پروسې له پاره به ښه وي چې ديموکراتان لږ تر لږه په يوه خونه کې، احتمالاً د استازو په مجلس کې اکثريت ولري. خو د بروک په آند دا يو ناوړه اړخ هم لري: «په دې صورت کې به ولسمشر ترمپ ښايي پر بهرني سياست ډير تمرکز وکړي ځکه دی به بيا د داخلي سياسي اصلاحاتو په برخه کې کوم نوي څه نه شي عملي کولی. دا حالت ښايي موږ نور هم وارخطا کړي.»  

Elmar Brok
ايلمر بروک د اروپايي پارلمان غړیانځور: DW/C. Teixeira

اروپايان لا اوس له امريکا سره د تجارتي لانجې له کبله په اندیښنه کې دي. د ترمپ له خوا د امريکا د تجارتي سياست له سره تنظيمولو دغه هيواد د نړۍ له کابو ټولو صنعتي هیوادونو سره په شخړه کې ښکیل کړی. اروپايي ټولنې ترمپ ته پر فولادو او الومينيمو د تعرفو د لگولو وورسته پر موټر هم د جزايي تعرفو گواښ کړی. دا ټولنه په دې توگه د خپلو کورنيو توليداتو څخه ساتنه کوي.

خو دا به په تيره بيا آلمان چې موټر توليدونکی او صادردونکی هيواد دی، سخت اغيزمن کړي. په تجارتي معاملاتو کې ټول اروپايان په يوه خوله دي او د اورپايي ټولنې کميسيون د ټولو غړيو هيوادونو د تجارتي سياست استازيتوب کوي. د کميسيون مشر ژان کلود يونکر، کولی شي تر ټاکنو د مخه لکه چې خپله یې هم ويلي، له ترمپ سره يو ډول «اوربند» وکړي: يعني تر نورو خبرو اترو د مخه به هیڅ نوې تعرفې نه معرفي کيږي.

د متحدينو ترمنځ تجارتي جگړه

که چيرې ديموکراتان په رښتيا هم ټاکنې وگټي نو دا به د اتلانتيک له هغې غاړې سره د تجارتي ترنگلتيا د ختميدو په معنا نه وي. د «بهرني سياست له پاره د آلمانۍ ټولنې» کارپوه يوزف برامل، د امريکا د تجارتي سياست په برخه کې د بدلون هيڅ انتظار نه لري. هغه وايي: «د آزاد تجارت په اړه د ديموکراتانو نظر لا دمخه ډير افراطي شوی دی. دوی هم د خپلو تجارتي گټو د حمايت نظريه لري. نوي څه دا دي چې ترمپ اوس د جمهوري غوښتونکو په ليکو کې د دغه نظریې د خاوندانو غږ هم پورته کړی دی. زه په دې برخه کې د ډير څه انتظار نه لرم.»

USA Washington Donald Trump zum Fall Khashoggi
په دې اړه ډيرې پوښتنې موجودې دي چې ترمپ به تر ټاکنو وروسته کومه تگلاره غوره کړيانځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Vucci

د ترمپ پروژې اروپايي ټولنه گواښي

د اروپايي ټولنې په هلکه د دونالد ترمپ دريځ واضح دی: د تجارت په برخه کې دی اروپايي ټولنه د امريکا «دښمنه» بولي. يعني نه ورته د سيال او يا مخالف خطاب کوي بلکې دښمن ورته وايي. د ترمپ سياسي پلانونه لکه د ځواک گواښ داسې دي: د برلين د «علم او سياست له موسسې» څخه لاورا دانيل لږه موده مخکې داسې تحليل وکړ چې «په اوږد مهاله توگه اروپايي ټولنې ته د مالیې اصلاحاتونو پلانونه، د مالي سياست منل او د کلکو مالي قوانينو له منځه وړل يو څه زيان رسولی شي.»

په برلين او بروکسل کې کله چې خبره د ترمپ له خوا د وخت له مخه د څوکۍ د پريښودو وي، ډير څه نه ويل کيږي. امريکايي ځانگړی پلټونکی ميولر دا څیړي چې آيا ترمپ او ډلې یې له روسیې څخه د ټاکنیز کمپاين پر وخت مرسته اخيستې او که نه؟ که چيرې ميولر يو څه ومومي نو د ترمپ د واکه د گوښه کولو پروسه به امکان ولري. په استازو مجلس کې د ديموکراتانو له اکثريت سره به دا کار شونی وي.

خو په آلمان کې د امريکا څارونکي دا ويره څرگندوي چې ترمپ دغه ډول يو کړکيچ کولی شي د يوه پوځي حملې د امر په ورکولو سره پر شا وتنبوي. د مثال په توگه د ايران او يا شمالي کوريا پرضد. د ولسمشر د واکه د گوښه کولو پروسه به بيا په داسې حال کې د اور سره د لوبې په معنا وي.

په لنډو ټکو کې داسې هم ويل کیدای شي چې که دا ټاکنې هر ډول نتایج ولري نو د اروپايي ټولنې له نظره به ښايي ډير ښه والې رامنځته نه شي.

زموږ له آرشيف څخه: