1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ په سرحدونو کې د پناه غوښتنې حقوق محدودوي

۱۳۹۷ آبان ۱۹, شنبه

د مهاجرو په چارو کې د دونالد ترمپ ادارې نوی قانون هغو مهاجرو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکوي کوم چې د مکسيکو له سرحده امريکا ته اوړي. د ترمپ اداره استدلال کوي چې دغه اقدام د هیواد د ملي امنيت له پاره پورته کوي.

https://p.dw.com/p/380Wr
Mexiko - Migranten aus Mittelamerika auf dem Weg in die USA
انځور: Getty Images/AFP/G. Arias

د مهاجرو په چارو کې د دونالد ترمپ ادارې نوی قانون هغو مهاجرو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکوي کوم چې په ناقانوني توګه د مکسيکو له سرحده امريکا ته اوړي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ يوه رسمي اعلاميه خپره کړه. په دغې اعلاميې کې راغلي چې په امريکا کې هغو افرادو ته د پناه غوښتنې حق نه ورکول کيږي چې په غيرقانوني توګه له پولو په اوښتو دغه هيواد ته داخل شوي دي.

د امريکا د داخلي امنيت او د عدلي چارو د اړوندې محکمې له لوري د دغو حکمونو د خپريدو څخه موخه دا ده تر څو يې د مکسيکو او امريکا متحده ايالتونو تر منځ د دوه زره مايله اوږدې ګډې پولې څخه د امريکا خاورې ته د مهاجرو د اوښتو مخه ونيول شي. د امريکا د عدلي ادارې په حواله، «هيواد ته داخل شوي غيرقانوني مهاجر په عمدي او داوطلبانه توګه له قانونه سرغړونې کوي.»

خو د اسوشيتد پرس خبري آژانس په حواله، د دونالد ترمپ نوې طرحه به په کور کې له ستونزو سره مخ وي.

 د امريکا د اوسني قانون له مخې، دغه هيواد ته داخل شوي مهاجر کولای شي د يوه کال په دننه کې خپلې د پناه غوښتنې درخواستونه وړاندې کړي. مهاجر کولای شي دغه اقدام پرته له دې چې په اړه يې فکر وشي چې دوی په څه ډول امريکا ته رسيدلي دي، ترسره کړي. خو په نوي قانون کې د غيرقانوني مهاجرو له پاره د پناه غوښتنې شرايط سخت شوي دي.

Guatemala Mittelamerikanische Migranten auf dem Weg in die USA
ګواتيمالايي مهاجر د امريکا پر لورانځور: Getty Images/AFP/J. Ordonez

نوی قانون او په لاره زرونه مهاجر

امريکا دغه اقدام په داسې يو وخت کې کوي چې د منځنۍ امريکا هيوادونو څخه د مکسيکو له لارې په زرونو مهاجرو د درو مختلفو کاروانو سره مل د امريکا د سرحدونو پر لور د حرکت په حال کې دي.

د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې ويلي دي چې د دغې ادارې کارپوهان د ترمپ د مهاجرت پر نوي سياست باندې څيړنه کوي. په ژنيو کې د (يو ان اچ سي آر) وياند بابر بلوچ وويل چې د دوی کارپوهان د دغه سياست اسناد تر څيړنو لاندې نيولي دي. هغه د يوه خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د ترمپ دغه سياست د نړيوالو قوانينو خلاف دی که نه، په سملاسي توګه څه ونه ويل.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر تر دې وړاندې امريکا ته د څو مسلمانو هيوادونو د اتباعو پر سفرونو هم بنديز لګولی وو.

نوي قانون سره مخالفت

د امريکا د مدني ازادۍ اتحاديې د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امريکا د مهاجرت او تابعيت قانون له مخې دغه هيواد ته ټول داخل شوي افراد که هغه په قانوني توګه تللي او يا له پولې څخه په غيرقانوني توګه اوښتي وي، د پناه حق لري.

د وروستيو څو کلونو په دننه کې امريکا کې د پناه غوښتونکو شمير لوړ شوی دی. دغه هيواد ته په ۲۰۱۷م کال کې ۳۳۰ زره کسانو تازه د پناه غوښتنې سپارلې دي. دا په داسې حال کې ده چې له ۸۰۰ زرو څخه ډير نور کسان خپلو درخواستونو ته د محکمو د ځوابونو په تمه دي. په امريکا کې په عمومي توګه د شل سلنې مهاجرو د پناه غوښتنې منل کيږي.

له آرشيف څخه يو انځوريز رپوټ: