1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا نوی دفاع وزير وټاکل سو

۱۳۹۸ مرداد ۲, چهارشنبه

د جيم متيس تر ناڅاپي او حيرانوونکي استعفا اوه مياشتي وروسته، د امريکا نوی د دفاع وزير د دفاع نوي وزير مارک ايسپر و ټاکل سو. د امريکا سنا د سه شنبه په ورځ د رايو په اکثريت سره هغه د پنتاگون د نوي مشر په توگه وگوماره.

https://p.dw.com/p/3Mesl
USA Designierter Verteidiungsminister Mark Asper  bei seiner Anhörung im Senat
انځور: Reuters/E. Scott

ولسمشر ترمپ د امريکا متحده ايالاتو له پاره له يوې مهمې ورځي څخه خبري وکړې. نوموړ وويل: »هيڅ څوک نسته چي د اسپير په ډول دي، د دفاع وزارت د رياست له پاره مناسب او په کار پوه سړی وي.«

د تيرکال په دسمبر مياشت کي د متيس له استعفا راهيسي به د دفاع وزارت په مشرتابه کي يوازي د حل مؤقتي لاري پيدا کيدلې. دغه نامتو جنرال د ترمپ له خوا د هغې پريکړې پر ضد له دندې لاس اخيستي وو چي له مخي بايد له سوريي څخه ځواکونه ايستل سوي او په افغانستان کي د ځواکونو شمير راکم سوي وای.

وروسته بیا پاتريک شاناهان سرپرست وزير ټاکل سوی وو. هغه ته هم د يوه اوږد مهاله دفاع وزير په سترگه کتل کيدل، خو د فاميلي دلايلو له امله يي په جون کي له دندي لاس واخيست. له همدې کبله ترمپ، ايسپر د نوي دفاع وزير په توگه وټاکه.

ايسپر په سنا کي د ترمپ د جمهوريت غوښتونکو او همدارنگه اپوزيسيون يعنی ديموکراتانو ملاتړ لري. د سه شنبه په ورځ ۹۰ سناتورانو هغه ته مثبته رايه ورکړه، يوازي اتو تنو د هغه په وړاندي له ويتو څخه کار واخيست.

ايسپر د ۲۰۱۷م کال له نوامبر مياشتي راهيسي د يو اشاريه ۴ ميليونو سرتيرو د جلب وجذب، پوځي زده کړو او سمبالښت په برخه کي د پوځ د ادارې چارو رئيس وو. نوموړي د امريکا پوځ ته ډير خدمت کړی او د فارس خليج په جگړه کي يي افتخاري مډال هم اخيستي دی.

ايسپر د امريکا له خارجه وزير، مايک پمپيو سره چي دWest Point  په پوځي اکاډمي کي يي يو ځای زده کړي کړي دي، ښې اړيکي لري. هغوی دواړو په ۱۹۸۶م کال کي دغه اکاډمي پاي ته ورسوله. هغه د ډيرو پارلماني وکيلانو له پاره د مشاور په توگه کار کړی.

نوموړي ۵۵ کلن په يوه ډير بحراني وخت کي خپله دنده اشغال کړه. په تيرو مياشتو کي له ايران سره بحران خپل اوج ته رسيدلی دی. ترمپ غواړي له افغانستان څخه خپل ځواکونه راوباسي او په عين حال کي له طالبانو سره د سولې يو تفاهم رامنځته کړي. د ناټو پر متحدينو باندي د خپلو انتقادونو له امله، ترمپ خپل ډير سياسي ملگري په غوسه کړي دي.

G.P/N.Z/AG