1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا سترې محکمې د ترمپ د سفر بندیز تائيد کړ

۱۳۹۷ تیر ۶, چهارشنبه

د امريکا متحده ايالاتو سترې محکمې له خوا ويل شوي چې ولسمشر دونالد ترمپ په هيواد کې د امنيتې انديښنو په اړه کافي شواهد وړاندې کړي. ترمپ له دې امر سره امریکا ته د یو شمیر اکثریت مسلمان میشته هیوادونو پر سفر بندیز لگولې وو.

https://p.dw.com/p/30Mxi
USA Donald Trump erneuert Einreiseverbot
انځور: picture-alliance/dpa/NOTIMEX/Casa Blanca

د امريکا متحده ايالاتو سترې محکمې د سه شنبې په ورځ پريکړه وکړه چې ولسمشر دونالد ترمپ کولای شي چې د اووه هيوادونو پر وگړو چې د پنځو اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي، د سفر بندیز ته دوام ورکړي.  د محکمې محافظه پال اکثريت پر دې سره سلا وو چې په «اصطلاح پر مسلمانانو دا بندیز» د امريکا د مهاجرت له قوانينو سره په ټکر کې نه دی.

قاضي القضات جان روبيرتس، د محکمې د نظر د ليکولو په ترڅ کې وويل چې ولسمشر ملي امنيت ته د متوجه انديښنو په اړه کافي شواهد وړاندې کړي څو له سوماليا، ايران، يمن، سوريې، ليبيا، چاد، شمالي کوريا او وينزويلا څخه د زياتو وگړو امريکا ته راتگ مخه ونيول شي. خو هغه زياته کړه چې د «محکمه د تگلارې د صداقت په اړه نظر نه څرگندوي.»

دا پريکړه په ۲۰۱۷ م کال کې د ولسمشر دونالد ترمپ واک ته تر رسيدو راهيسې د پاليسۍ په برخه کې د هغه ستره کاميابي بلل شوی ده. ترمپ په يوه اعلاميه کې د محکمې دا فيصله د «امريکا د خلکو او اساسي قانون له پاره ستره بريا وبلله».

پر سفر بندیز «امريکايي ولس دردوي»

قاضۍ سونيا سوتوماير، د دې پريکړې سره مخالفت وښود او ویې ويل چې دا پريکړه «هغه پاليسي ردوي چې په واضح توگه امريکا متحدو ایالاتو ته د مسلمانانو پر داخليدو د قطعي او بشپړه بنديز په عنوان یې تبليغ کيده. خو دې سياست ته اوس د امنيتي انديښنو رنگ ورکول کيږي او دا پرده پرې اچول کيږي.»

هغې زياته کړه چې «هر معقول څارونکی دې نتیجې ته رسيږي چې دا پريکړه د مسلمانانو ضد حرکتونو له خوا تشويق شوې ده».

د ترمپ د سفر دا بندیز په څو ځلي تغير شو او د هوايی او مېريلند د سترو محکمو له خوا تر رديدو وروسته د ۲۰۱۷م کال په سبتمبر مياشت کې يې وروستۍ بڼه چې د اتوو هیوادونو نوم په کې شامل وو، وړاندې شو. د دغو هیوادونو له ډلې څخه ډیر شمیر یې اکثریت مسلمان میشته دي.

په امريکا کې غوسه

د امريکا متحده ايالاتو زيات شمير غير دولتي مرستندويه او مذهبي ټولنو د سترې محکمې دا پريکړه په شدت سره غندلې ده. د امريکا اوکسفام ټولنې دا پریکړه «نااميده کوونکې» بللې په داسې حال کې چې د الاباما « Southern Poverty Law Center» په نامه ټولنې دا «د کرکې او تبعيض ډک بندیز» په توگه غندلې ده.

د امريکايي ـ اسلامي اړیکو ټولنې پر رای ورکونکو غږ کړی چې پر بندیز دې خپل غبرگون په نوامبر مياشت کې دې «د مهاجرت او مدني حقونو په اړه بل ډول نظر لرونکي کانگرس» په ټاکلو سره وښيي. د دې ټولنې ویاند ويلفریدو رويز، وويل چې «سترې محکمې ته بايد روښانه وي چې دا د ترمپ له خوا له مسلمانو سره ښکاره تعصب دی.»

د مينيسوتا څخه د کانگرس استازي کاريت اليسون، چې د کانگرس لومړنۍ انتخاب شوی مسلمان غړی دی، د محکمې دا پريکړه د دويمې نړيوالې جگړې پر وخت د جاپانيانو د توقيف د کمپونو سره مقايسه کړه او ویې ويل چې «دا به يوه ورځ زموږ له پاره لوی شرم وي.»

AP,AFP,dpa, Reuters (B.S/S.M)

زموږ له آرشيف څخه: