1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا د سترې محکمې ليبراله قاضي ګينزبرګ مړه شوه

۱۳۹۹ شهریور ۲۹, شنبه

د امريکا د سترې محکمې ليبراله ښځينه قاضي، روث بیدر ګينزبرګ د امريکا د تر ټولو لوړ قضايي ارګان د ۹ قاضيانو له ډلې يوه وه.

https://p.dw.com/p/3iiLc
US-Richterin Ruth Bader Ginsburg gestorben
انځور: Patrick Semansky/dpa/picture-alliance

د روث بیدر ګينزبرګ په مړينې سره، د امريکا تر ټولو ستر قضايي بنسټ خپل يو تر ټولو غښتلې غړې او شخصيت له لاسه ورکړ.  ميرمن بيدر ګينزبرګ د معدې سرطان ناروغۍ سره د څو کلنې مبارزې وروسته، د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۱۸مه) له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه د امريکا متحده ايالاتو د لوېې څارنوالۍ د نهو قاضيانو له ډلې څخه يوه وه او دغه راز دوهمه ښځه وه چې دغه لوړ قضايي مقام ته رسيدلې وه. د ۱۹۸۱م کال پورې د امريکا د لويې څارنوالۍ ټول نه واړه قاضيان نارينه ول. په هماغه کال، سندرا دي اوکانر، لومړنۍ ښځينه قاضي وه چې د دغه بنسټ غړېتوب يې ترلاسه کړ.

روث بيدر ګينزبرګ په ۱۹۹۳ميلادي کال کې د امریکا د هغه وخت د ولسمشر، بل کلينټن له خوا د امریکا د لويې څارونوالۍ د غړې په توګه معرفې شوه چې له هماغه کال نه د مړينې تر وخته پورې په دغه مقام کې پاتې شوه.

میرمن ګنیزبرګ د ښځو حقونو ته ځانګړې توجه کوله. هغې يو وخت د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سترې محکمې د نهو قاضيانو په ډله کې د ښځينه قاضيانو شمير څو ته ورسيږي، چې کافي وي، ويلي وو: «کله چې د ښځو شمیر ۹ ته ورسیږي.»

USA Ruth Bader Ginsburg und Bill Clinton 1993
​​​​روث بيدر ګينزبرګ په ۱۹۹۳ کال کې د وخت ولسمشر، بل کلينټن له خوا د امریکا د لويې څارونوالۍ د غړې په توګه معرفې شوهانځور: Imago Images/ZUMA Press/R. Sachs

د امريکا د سترې محکمې رئيس، جان رابرتز په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «راتلونکې نسلونه به د روث ګينزبرګ څخه د عدالت د تامين له پاره د يوې نه ستړې کيدونکې اتلې په توګه يادونه کوي.»

د امريکا ستره محکمه، د دغه هيواد تر ټولو ستر قضايي بنسټ دی. دغه بنسټ په امريکا کې د سقط جنین، د حقوقو مساوات، مهاجرت، د وسلو ګرځولو په څير اساسي او سترو موضوع ګانو کې د نهايي تصمیم ګيرۍ رول لري.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، د روث ګینزبرګ په مړينې سره اوس د دې فرصت لري، چې د هغې د ځای ناستي په معرفي کولو، د لويې څارونوالۍ ترکيب ته د ۶ په ۳ کسانو سره، د جمهوري غوښتونکو او محافظه کارانو په ګټه بدلون ورکړي.

په حاضر وخت کې د امریکا متحده ايالاتو د سترې محکمې د ۹ غړو څخه ۵ یې محافظه کاره تمايل لري.

د امريکايي رسنيو د رپوټونو په حواله، په خپله ګینزبرګ د دې غوښتونکې وه چې تر هغې وروسته يې ځای ناستی، د ۲۰۲۰ کال تر انتخاباتو وروسته د انتخاباتو د ګټونکې له خوا وټاکل شي.

دویچه وله ف/م.ک.ص./ا.ا.