1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استازو مجلس اکثريت د ترمپ استيضاح ته موافقې رايې ورکړې

۱۳۹۸ آذر ۲۸, پنجشنبه

د امريکا د استازو مجلس اکثريت غړو پر ترمپ لگېدلي دوه تورونه  د اوکراين په دوسيه کې دخيل وګڼل. د استازو د مجلس څخه وروسته به اوس د ترمپ د استيضاح طرحه د نهايي څيړنې له پاره د سنا مجلس ته سپارل کيږي.

https://p.dw.com/p/3V42c
USA Washington Repräsentantenhaus
انځور: picture-alliance/AP/A. Harnik

د ترمپ د تندو مخالفتونو او د هغه له خوا تيره ورځ پر يوه شپږ مخيزه جنجالي ليک سربيره، د امريکا متحده ايالاتو د استازو مجلس د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر ترمپ د استيضاح د طرحې په اړه د رای ورکونې غونډه جوړه کړه.

څرنګه چې د امريکا د استازو په مجلس کې اکثريت څوکۍ د دیموکراټانو په اختيار کې دي، د وړاندوينې سره سم ۲۳۰ استازو د ترمپ د لومړني تور په اړه يعنې له قدرت څخه ناوړه استفادې په اړه، خپلې مثبتې راې ورکړې. ۱۹۷ غړو بيا دغه تورونه د ترمپ پر ضد وارد نه کړل.

د امريکا د استازو مجلس

د ترمپ پر وړاندې دوهم تور د کنګرې په کارونو کې مداخله ده چې په دې برخه کې ۲۲۹ موافقې او ۱۹۸ مخالف رايې ورکړل شوي دي.

د امريکا د استازو مجلس، د امريکا د ۵۰ ايالتونو د ۴۳۵ استازو څخه چې د رايو حق لري او ۶ تنو ناظر استازو چې د رايو حق نه لري، جوړ دی. هر فراکسيون باید د اکثريت تر لاسه کولو له پاره لږ تر لږه ۲۱۸ څوکۍ په اختيار کې ولري چې دیموکراټان د تيرکال د نوامبر مياشتې په انتخاباتو کې پر دغه کار بريالي شول.

د چهارشنبې ورځې غونډه د ترمپ پر ضد د دوو مطرح شوو تورونو، يعنې له قدرت څخه د ناوړه استفادې او په ګانګرس کې د اوکراين دوسيې په اړه د تحقیقاتو د مخنیوي په اړه جوړه شوه.

USA Donald Trump Rede an die Nation in Washington
د امريکا د استازو د مجلس مشره نانسي پلوسي او دونالد ترمپ د مجلس د فبرورۍ مياشتې د يوې غونډې پر مهالانځور: Reuters/The New York Times/D. Mills

د ترمپ وياند ستيفاني ګريشام د استازو په مجلس کې د رای اچونې پايله د «امريکا په تاريخ کې د اپوزوسيون يوه تر ټولو له شرمه ډګه د عطف نقطه» وګڼله.

د سنا په اړه د ترمپ ډاډمنتيا

د سپينې ماڼۍ په وينا، ترمپ ډاډه دی چې په سنا کې به د استازو د مجلس برعکس، يوه منصفانه غونډه ترسره شي او هغه به په کې په بشپړه توګه برائت حاصل کړي.

جمهوري غوښتونکي د سنا په مجلس کې اکثريت دي او دغه مجلس هم د دونالد ترمپ د استيضاح طرحې له پاره خپلې رايې ورکوي.

 پر ترمپ باندې تور دی چې هغه د اوکراين پر ولسمشر، ولاديمير زیلنسکي باندې فشار راوړی تر څو د جو بايډن او د هغه د زوی په اړه تحقيقات وکړي چې د همدغه مقصد له پاره، واشنګتن کيف سره خپلې پوځي مرستې تعويق ته اچولي دي. جو بايډن به په احتمالي توګه د متحده ايالتو د ۲۰۲۰م کال په ولسشمريزو ټاکنو کې د ترمپ اصلي رقيب وي.

ترمپ د سه شنبې په ورځ (د دسمبر ۱۸مه) يوه شپږ مخيز ليک کې د امريکا د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي او د دیموکراټانو نورو غړو ته په خطاب کې وویل چې د هغه د استيضاح بهير يې په غير قانوني توګه جاري ساتلی او دغه اقدام يې د امريکا د دیموکراسۍ پر وړاندې جګړه او د يوې «کودتا» له پاره هڅه وښوده.

ترمپ: د قانون خلاف کار مې نه دی کړی

ترمپ همدغه راز د چهارشنبې په ورځ، مخکې له دې چې د استازو مجلس خپله غونډه پيل کړي، د تویتر په يوه پيغام کې ادعا وکړه چې هغه د قانون خلاف هيڅ کار نه دی ترسره کړی او ټينګار یې وکړ چې دغه ډول پيښه بايد د امريکا د بل هيڅ ولسمشر سره تکرار نه شي.

ترمپ چې ظاهرا يې د تلويزيون له لارې د استازو د مجلس غونډه کتله، د بحثونو په جريان کې يې د تويتري پيغامونو له لارې د استازو له خوا مطرح شوو مسائلو پر وړاندې غبرګون ښکاره کاوه. هغه د تويتر له لارې يو ځل بيا دیموکراټان پر درواغ ويلو تورن کړل او وېې ليکل چې د هغوی کار پر امريکا او د جمهوري غوښتونکو پر ګوند باندې يرغل دی.