1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الکترونيکي تذکرو کار کوم ځای ته رسېدلی دی؟

۱۳۹۶ آذر ۱۷, جمعه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په «لنډ وخت» کې به د الکترونيکي تذکرو د ویش بهیر پیل شي. د دغي ستونزي د حل له پاره د اساسي قانون په رڼا کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو «شپاړس کسیز» ګډ کمیسیون پریکړه کوي.

https://p.dw.com/p/2p22w
Afghanistan Einführung Ausweispapiere
انځور: DW/S. Sirat

له نږدې پنځو کلنو راهیسې په افغانستان کې خلک د الکترونيکي تذکرو ویش ته سترګې په لار دي، خو په دغو تذکرو کې د افغان او اسلام کلمو پر لیکلو یا نه لیکلو د یو شمیر افغانانو، سیاسي ډلو او په ولسي جرګې کې جنجالونه ول.

څه موده مخکې د افغانستان ولسمشر د یوه فرمان په ترڅ کې د الکترونيکي تذکرو د ویش ادارې ته سپارښتنه کړې وه چې د ویشلو بهیر دې پیل کړي، خو ولسي جرګې د رایو په اکثریت دغه فرمان رد کړ او دغه بهیر یو ځل بیا له ستونزو سره مخامخ شو. خو مشرانو جرګې بیا دغه فرمان ته مثبته رایه ورکړې ده.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله آزاد دویچه ویله ته وویل چې د وروستیو راولاړو شویو ستونزو د لیري کولو له پاره به د اساسي قانون په رڼا کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا شپاړس کسیز ګډ کمیسیون جوړ شي او ډیر ژر به خپله پریکړه وکړي.

نجیب الله آزاد وايي: «زموږ تمه ده چې د افغانستان د ولس استازي د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي، موږ هیله من یو چې د افغانستان د خلکو ګټو ته په پام کې نیولو سره دا کمیسیون د ولسمشر هغه فرمان چې ولسي جرګې رد کړی وو، تأيید کړي.»

د الکترونيکي تذکرو تخنیکي چارې تر سره شوي

د الکترونيکي تذکرو د ویش بهیر پر دوو برخو ویشل شوی، یوه یې سیاسي او بله یې تخنیکي برخه ده. د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د لکترونيکي تذکرو تخنیکي چارې پر غاړه لري.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزي دویچه ویله ته وویل چې نوموړې اداره په بشپړه توګه د الکترونيکي تذکرو د ویش بهیر ته چمتو ده. خو احمدزي هم د ویش پر وړاندي د ولسي جرگې وروستي مخالفت ته اشاره وکړه او وویل اوس ټوله پروسه په دې پوره اړه لري چې د مشرانو جرگې او ولسې جرگې یوه«مختلطه کمیته» یا کمیسیون څه تصمیم نیسی.

د احمد زي د وینا له مخې مشرانو جرگې چې د ولسمشر له تقنیی فرمان څخه یې ملاتړ کړی نوموړې کمیتې ته خپل اته تنه استازي معرفی کړي دی. هغه وویل:«خو متأسفانه ولسې جرگې تراوسه پوري خپل اته تنه استازي معرفی کړي نه دي. موږ امید وار یو چې دوی دغه غړي معرفي کړي. وروسته به بیا دغه کمیته خپل کار شروع کړی.» 

د وګړو د شخصي معلوماتو ثبتول او اندیښنې

د افغانستان په الکترونيکي تذکرو کې ټاکل شوې چې د سترګو او ګوتې نښان هم واخیستل شي، خو د دې ترڅنګ تر ټولو مهمه د وګړو شخصي معلومات لکه نوم، د پلار نوم، د زیږیدو ځای، د زیږیدو نیټه او داسې نور اړین معلومات هم ثبتیږي.

د الکترونيکي تذکرو د ویش له بهیر څخه وړاندي داسې اندیښتې هم شته چې ګواکې د خلکو شخصي معلومات د انترنتي هکرانو، په هيواد یا بهر کړیو ته ونه لیږي او له هغو څخه ناوړه استفاده ونه شي. د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي چې دوی دغه مسئله په جدي توګه په پام کې نیولې ده.

د افغانستان د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزي دویچه ویله ته په دې هکله وویل چې د افغانستان حکومت د بریښنايي تذکرو له پاره یو قوي او ضمانت شوی سیستم کاروي او هیڅوک به د دې وړتیا ونه لري چې د خلکو شخصي معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي.

ښاغلی احمدزی وايي چې بهرنۍ لاسوهني خورا زیاتي دي او د دې له پاره چې دوی ددغو لاس وهنو مخنیوی کړی وي قوي سیستم یې کارولی دی.

ښاغلی احمدزی وايي: «دا سیستم ټول د افغانستان د دولت په کنترول کې دی، څوک نه شي کولای چې د دوی معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړي او دغه سیستم ته داخل شي، مشخصآ د مخابراتو وزارت او موږ په دې هکله ډیر جدي یو او خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې په دې هکله دې کوم تشویش نه لري.»

په پام کې وه چې د افغانستان د راتلونکي کال پارلماني ټاکنو کې هم الکترونيکي تذکرې وکارول شي، خو لیدل کیږي چې دغه کار تراوسه ترسره شوی نه دی.

کارپوهان په دې باور دي چې د الکترونيکي تذکرو په ویشلو سره نه یوازې دا چې د ټاکنو له شفافیت سره مرسته کولای شي، بلکې دغه تذکرې د حکومتوالي په برخه کې زیاتې ګټورې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم د الکترونيکي تذکرو له مخې د راتلونکي کال د پارلماني ټاکنو ترسره کولو ته په تمه وو. خو دا چې تر اوسه تذکرې ویشل شوي نه دي نو تازه د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم اعلان وکړ چې په پام کې ده د راتلونکي کال پارلماني ټاکنې د کاغذي تذکرو له مخې ترسره شي.

وحيد فيضي