د الکترونيکي تذکرو د ويش په اړه د ډاکټر عبدالله غبرگون
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۳, پنجشنبهد ملي وحدت حکومت اجرائيه وي رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د ولسمشر غني له خوا د الکترونيکي تذکرو د ويش لړۍ تر پرانيستلو وروسته په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي د دغي پروسې په اړه خپل نظر څرگند کړ.
ډاکتر عبدالله په سپيدار ماڼۍ کي خبريالانو ته وويل چي هغه هروخت په خپل افغانيت وياړي، خو د الکترونيکي تذکرو د ويش وخت اوس نه دی ځکه په خبره ئې په دې اړه تر اوسه نه ټول افغانان او نه هم د ملي وحدت حکومت سره سلا سوي.
عبدالله وويل چي د الکترونيکي تذکرو د ويش د لړۍ پريکړه لومړی له اساسه مشروعيت نه لري او دوهم دا کړکېچ ته بلنه ده.
هغه وويل: «داچي د الکترونيکي تذکرو ويش د افغانستان د خلکو اړتيا وه او ده، خو تر دې نور اړين موضوعات سته چي د ملي وحدت حکومت په پاته وخت کي موږ د دې مسئوليت لرو چي هغه ته لومړيتوب ورکړل سي. داسي نه وي چي موږ يوه داسي پاڼه پرانيزو چي هغه زموږ د سرخوږۍ سبب سي.»
هغه زياته کړه موږ په اوس وخت کي تر بل هرڅه ملي وحدت ته اړتيا لرو، ځکه دا يوازنۍ لار ده چي د افغانستان د دښمنانو پر وړاندي ټول افغانان سره راټول سي، نه داچي د خلکو ترمنځ د بې باورۍ سبب سو.
عبدالله وويل: «دغو ټولو ته په کتو سره، ځکه نو ما د يوه افغان او اجرائيه رئيس په توگه ونه غوښتل چي په دغه پروسه کي شامل اوسم، ځکه زه ئې په عواقبو پوهيږم.»
خو د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د التکرونيکي تذکرو د ويش لړۍ په پرانيستلو سره وويل چي دغه ملي بهير به په بريا سره ترسره سي.