1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان ډیرې سیمې مهاجرو ته استوګنځای نه شي برابرولی

۱۴۰۲ مهر ۲, یکشنبه

د المان د اقتصاد وزیر وايي چې د هیواد په ډیرو سیمو کې د پناه غوښتونکو ګڼه ګوڼه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده. ښاروالانو ویلي که وضعیت همداسې دوام وکړي د مهاجرو د سرپناه له پاره به له ورزشي تالارونو څخه استفاده وکړي.

https://p.dw.com/p/4WkSK
Deutschland | Bundestag  Haushaltswoche Robert Habeck
د المان د اقتصاد وزیر رابرت هابکانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د المان د اقتصاد وزیر رابرت هابک، د شنبې (د سپټمبر میاشتې ۲۳ نیټه) په ورځ د (RND) یا د المان تحریریه رسنيزې شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د هیواد په ډیرو برخو کې یې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د منلو توان خپلوروستي حد ته رسیدلیدی.

دغه الماني چارواکي ویلي دي چې ښاروالانو او سيمه ایزو مسئولینو ورته په یوه کنفرانس کې ویلي دي چې «احتمال لري په راتلونکي کې دوی په ډیرې سختۍ سره وکولی شي پناه غوښتونکو ته سرپناه برابره کړي، او یا نور شاید د دې کار په ترسره کولو هم ونه توانیږي.»

د المان له زرغون ګوند څخه د اقتصاد وزیر زیاته کړه چې ګوند یې «باید دا واقعیت ومني او مشخصې ستونزې حل کړي، حتی که دغه پریکړه د ستونزمنو اختلافي تصمیمونو په معنی هم وي.»

Deutschland Deggendorf Flüchtlinge in Turnhalle auf Matten ohne Abtrennung
د المان د ډیرو سیمو ښاروالان وایي چې په راتلونکي به مجبوره شي پناه غوښتونکو ته په ورزشي تالارونو کې سرپناه ورکړيانځور: Getty Images/J. Koch

هابک چې په ورته وخت کې د لومړي وزیر مرستیال هم دی په دې مرکه کې د ناحیو د وضعیت په اړه وویل: «ماته وایي: که بیا هم په دومره لوړ شمیر کې په همدومره سرعت سره پناه غوښتونکي المان ته راشي، په هغه صورت کې بې له ورزشي تالارونو څخه هغوی ته د سرپناه ورکولو له پاره بل امکان باقي نه پاتې کیږي.»

هابک زیاته کړه: «که مونږ نه غواړو چې افراطي نیشنلستان له دې موضوع څخه ناوړه استفاده وکړي، په دې صورت کې دیموکرات ګوندونو ته پکار دي چې د حل لارو په لټولو کې له مونږ سره مرسته وکړي.»

د المان د اقتصاد وزیر ټینګار وکړ چې زرغون ګوند اماده دی چې د اروپايي اتحادیې په بهرنیو سرحدونو کې د پناه غوښتونکو د شمیر کمولو له پاره، عملي لارې چارې ولټوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص