1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د البغدادي خور د اعدام په سزا محکومه شوې

۱۳۹۶ اسفند ۱۷, پنجشنبه

یوې عراقۍ محکمې د داعش ترهګري ډلې د مشر ابوبکر البغدادي نیول شوې خور د اعدام په سزا محکومه کړې ده. د البغدادي خور د جهادیانو په ملاتړ تورنه ده.

https://p.dw.com/p/2txgx
Irak | video still des mutmaßlichen IS-Führer Abu Bakr al-Baghdadi
انځور: REUTERS

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ یوې عراقۍ محکمې په عراق او سوريه کې د پر شا تمبول شوي ترهګري ډلې «اسلامي دولت» د مشر ابوبکر البغدادي خور ته د اعدام سزا ټاکلې ده.

د رپوټ په حواله څارنوالۍ د دغو تورونو په اړه قوي شواهد وړاندي کړي دي. په دغو تورونو کې ویل شوي دي چې د البغدادي خور د داعش د جنګیالیو د اړتیاو پوره کولو لړۍ جاري ساتلې وه او د دغو اکمالاتو په نتیجه کې نوموړۍ ډلې یو شمیر ترهګریز بریدونه هم ترسره کړې دي.

ویل کیږي چې د البغدادي خور په ۲۰۱۴م کال کې د موصل تر نیول کیدو وروسته له داعش ډلې سره خپل مالي ملاتړ پیل کړی وو. مخکې تر دې د البغدادي اوښی (د خور میړه) هم په ترهګریزو فعالیتونو کې د لاس درلودلو له امله د یوې عراقي محکمې له خوا د اعدام په سزا محکوم شوی وو.

د عراق پوځ د تیر کال په دسمبر میاشت کي اعلان کړی وو چې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې ته یې په بشپړ ډول ماته ورکړې ده. په همدې منځ کې د ابوبکر البغدادي د وژل کیدو په اړه نا تائيد شوي ضد و نقیض خبرونه خپاره شول.

همدارنګه د روسیې د دفاع وزارت د ۲۰۱۷م کال په جون میاشت کې د الرقه ښار په اطرافي سیمو کې د داعش د قوماندانانو پر یوې غونډې برید وکړ او ادعا یې وکړه چې ابوبکر البغدادي هم په دې برید کې وژل شوی دی. خو امریکایې چارواکو تر اوسه پورې د روسیې د دفاع وزیر دغه ادعا نه ده تائیده کړې.

پر اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: