د البشير په کور کې کابو ۷ میلیونه یورو موندل شوي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲, دوشنبهد آلمان خبري آژانس د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د څارنوالۍ د یوه جګپوړي چارواکي له قوله لیکلي دي چې اوس له دې کبله د اختلاس او پيسو سپينولو په شک نور تحقیقات کیږي. د دغه چارواکي په خبره د البیشر په مشرۍ د پخوانۍ حلقې د نورو غړو کورونه هم پلټل کیږي.
د پوځي حکومت مشر عبدالفتاح برهان، هم د یکشنبې په ورځ له دولتي تلویزون سره په یوه مرکه کې د دغو پیسو موندل تائید کړي ول.
د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې تحیقیق کوونکو د عمر البشیر د کور د پلټولو پر مهال ۶،۷ میلیونه یورو، ۳۵۰ زره امریکایي ډالر او پنځه میلیونه سوډاني پونډ (شا او خوا ۹۰۰۰۰ یورو) موندلي دي.
د څارنوالۍ یوه کار کوونکي ویلي دي چې دغه پلټنې د پوځي مشرتابه د هلو ځلو یوه برخه ده چې د البشیر فاسد سیستم وچ کړي. په تیرو ورځو کې د ان سي پي په نوم د پخواني واکمن ګوند ډیر شمیر سیاستوال نیول شوي دي.
په سوډان کې تر پرله پسې احتجاجونو وروسته د اپریل میاشتې پر یوولسمه نیټه د دغه هیواد پوځ کابو له درو لسیزو وروسته البشیر له واکه ګوښه کړ او ویي نیو. له هغې راهیسې واک د پوځي شورا په لاس کې دی. خو په دغه هیواد کې لا هم احتجاجونه ادامه لري. احتجاج کوونکو له څو ورځې راهیسې په پلازمېنه کې د پوځ عمومي مقر مخې بنده کړې او د یوه ملکي حکومت د رامنځ ته کیدو غوښتنه کوي.
(sr/nz (dpa