1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الازهر مسجد امام: څو ښځې لرل بې عدالتي ده

۱۳۹۷ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

تر يوې د زياتو ښځو (ماندينو) لرلو پر ضد په مصر کې د الازهر مسجد د امام څرګندونو، په دې هیواد کې تاوده بحثونه راپورته کړي دي. د الازهر مسجد امام ویلي دي چې د څو ښځو لرل د میرمنو په حق کې بې عدالتي ده.

https://p.dw.com/p/3ETUc
Ahmed el-Tayeb Ägypten Imam Archivbild 10.01.2013
انځور: Reuters

په مصر کې د الازهر مسجد امام په دې وروستیو کې د څو مېرمنو لرلو په هکله جنجالي څرګندونې کړي دي چې له کبله یې په مصر کې سخت غبرګونونه را پاریدلي دي. د مصر د الازهر جامع جومات امام شیخ احمد الطیب ویلي دي چې د ډیرو مېرمنو لرل، د ښځو په حق کې بې عدالتي ده، خو هغه د دغه دود د منع کولو په هکله څرګندونې نه دي کړي.

په مصر کې د الازهر جامع جومات امام شیخ احمد الطیب، په دې هکله ویلي: «هغه کسان چې وايي د څو ښځو لرل بايد وي، ټول اشتباه کوي. موږ بايد د قرآن شريف آیتونه مکمل ولولو.» نوموړي په خپلو څرګندونو کې همدا راز زیاته کړې ده چې د يوې ښځي لرل قاعده او د څو مېرمنو لرل محدوده استثنا ده.

د دغه روحاني په باور چې په اسلام کې دغه کار [د څو ښځو لرل] محدود دی او په دې برخه کې عدالت ته اړتیا وي. هغه زياته کړې ده: «که عدالت نه وي، تر يوې د ډيرو ماندينو لرل منع دي.»

Ägypten - Al-Azhar
د مصر الازهر جامع جومات، هغه ځای چې الطیب پکې د ودونو په هکله څرګندونې کړي ديانځور: picture alliance/ZB/M. Tödt

الطیب دا هم ویلي دي چې دغه دود [د ډیرو ښځو لرل] له قران او اسلام د پیغمبر له سنت څخه د ناسم درک له امله رامنځ ته شوی او دا چې په زیاتره مواردو کې دغه څه [د ډیرو ښځو لرل] د میرمنو او ماشومانو په حق کې بې عدالتي ده.

شيخ احمد الطيب د میرمنو پر مسائلو د پراخ غور کولو غوښتنه وکړه. هغه وویل: «ښځې د ټولنې نیمايي برخه ده. که چیرته موږ دوی ته پام ونکړو، دا به داسې وي لکه موږ چې پر یوه پښه روان يوو.»

د نوموړي امام دغه څرکندونې د تیر جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د مارچ میاشتې پر۱ نیټه) د مصر د ملي تلویزیون له لاري خپرې شوې چې د دې هیواد په ټولنیزو رسنيو کې يې پراخ تاوده بحثونه را پورته کړل. په دې ترڅ کې ځینو مصري وګړو د نوموړي دیني عالم ننګه کړې او ځینو نورو په ځانګړې توګه سلفیانو بیا تر یوې میرمني له ډیرو سره د واده غوښتنه کړې ده.

په دې ترڅ کې په مصر کې د میرمنو ملي شورا د الطیب د دغو څرګندونو هرکلی کړی دی. د مصر د ښځو د شورا مشرې مایا مورسي په دې هکله ویلي: «اسلام د ښځو درناوی کوي، له دوی [میرمنو سره] سم چلند کوي او دوی ته ګڼ شمیر داسې حقوق ورکوي چې تر دې وړاندې موجود نه وو.»

په دې ترڅ کې د مصر د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو استدلال کړی چې تر یوې د ډیرو ښځو لرل په خپله د ښځو له پاره ښه کار دی. د مصر له الکسندریا ښار څخه یوه دیني عالم سامع همودا د فسبوک په یوه پوسټ کې لیکلي دي: «د څو ښځو لرل د هغو ښځو له پاره يو ټولنيز حل دی چي د مېړه نه لرل يو بد احساس ورکوي.»

د دې ټولو تودو بحثونو ترڅنګ، الازهر جومات د شنبې په ورځ هڅه کړې، څو په دې اړه لا ډير توضحيات ورکړي. الازهر مسجد ويلي دي چې اما الطیب د ډيرو ودونو د منع کولو غوښتنه نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام د مساوات د اصل په رعایت کولو سره نارینه وو ته ان تر څلورو ښځو لرلو پورې اجازه ورکړې ده. که څه هم د څو ښځو لرل په ډيرو عربي او اسلامي هیوادونو کې مشروعيت لري، خو بیا هم دغه کار معمول نه دی. په ځينو هيوادونو لکه تونس، ترکیه او د اسرائیلو مسلمان مېشتو سيمو کې څو ښځي لرل منع دي.

په مصر کې هغه نارينه چې متاهل وي او د نورو ښځو غوښتونکی وي بايد په دې اړه خپلي مېرمني خبري کړي. په دې ترڅ کې که يوه مېرمن د خپل خاوند د دوهم واده په هکله معلومات ترلاسه کړي، تر دغي خبرتيا يو کال وروسته د طلاق غوښتلو حق لري.