1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقليم بدلون نړۍ ته اور اچوي

۱۳۹۷ شهریور ۱۲, دوشنبه

په ۲۰۱۷م کال کي د اروپا، کاناډا او امريکا متحدو ايالاتو په ډيرو برخو کي ځنگلونو اور واخيست. په ۲۰۱۸م کال کي دا ډول اور اخيستني خپل اوج ته ورسيدلې. آیا اوس بايد په نړۍ کي دا ډول حالت، د انسانانو له پاره عادي وگرځي؟

https://p.dw.com/p/34CwV
Griechenland | Waldbrände
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS

اوس په نړۍ کي د ځنگلونو د اور اخيستني فصلونه اوږده وي او د اور لمبې يې هم تندي او خطرناکي وي. د دې کار علت د دوبي اوږده او وچ فصلونه دي.

په ۲۰۱۷م کال کي د کليفورنيا په شمال کي د ارو لگيدني په لسونو پيښې رامنځ ته چي ۴۱ انسانان پکښې مړه او ۶۰۰۰ کورونه خراب سول. تر اوسه پوري دا د کليفورنيا په تاريخ کي د اور لگيدني تر ټولو ناوړي پيښي وې.

په داسي حال کي چي سږکال د «Ferguson Fire » په نامه اورلگيدنو ، په کليفورنيا کي د «جُوزه مايت ملي پارک» په بشپړ ډول وسوځاوه ، «Carr Fire» بيا د هغه شمالي خواته پرته، څه د پاسه ۸۱ زره هکټاره مځکه، د ۱۰۰۰ په شاوخواکي کورونه او ۵۰۰ ودانۍ له منځه يووړې.

خو د سږکال اورلگيدني هم له خطرونو ډکې وې او په آينده کي هم په دې هکله خوشبيني نه سته چي گواکي نوري دغه ډول اورلگيدني به رامنځته نه سي.

د دولتي چارواکو په حواله ، په ۲۰۱۸م کال کي د کليفورنيا په اورلگيدونو کي د اطفايي شپږ تنه کارکوونکي مړه سول. خو نه يوازي په امريکا متحدو ايالاتو ، بلکي اروپا کي هم، سږکال د سختي گرمۍ او غيرمعمولي وچکالۍ له امله اور لگيدنې رامنځته سوې.

د روان کال په جولای مياشت کي په يونان کي هغه وخت ۸۰ تنه له منځه ولاړل ، کله چي له آتن څخه ۲۸ کيلومتره ليري پروت، د ماتي په نامه کوچني کلي کي، ځنگلونو اور واخيست. په زرونو کسان نورو ځايونو ته انتقال سول، څه د پاسه ۱۵۰۰ کورونه زيانمن او يا هم وسوځېدل.

د هسپانيې په والينڅيا کي د ۲۵۰۰ په شاوخوا کي انسانان د اورلگيدونو له امله، د خپلو کورونو پريښودلو ته مجبوره سول. د هغه په گاونډي هيواد پرتگال کي بيا د اگست مياشتي په پيل کي، کله چي د هوا حرارت ۴۰ درجې ته ورسيد، د«مونشيک» په سيمه کي سخته اورلگيدنه رامنځته سوه. په جولای مياشت کي په سويدن کي داسي اور بل سو، چي په تيرو لسو کلونو کي يې ساري نه لاره او په ناروې، فنلند او لتوانيا کي هم د اورلگيدنو پرضد سختې مبارزې رواني وې.

USA Kalifornien - schwere Waldbrände bei Redding
په کلیفورنیا کی د ځنگلونو سخته اورلگیدنهانځور: Getty Images/J. Sullivan

د کارپوهانو په نظر،  په داسي حال کي چي د ځنگلونو اور اخيستل په حقيقت کي د تالندي او بريښنا او يا هم د انسانانو د نه پاملرني له امله رامنځته کيږي خو سختې گرمۍ بيا د هغه د ډير ژر پراخيدو سبب گرځي. له همدې کبله د اقليم کارپوهان خبرداری ورکوي چي په راتلونکو کلونو کي به هوا نوره هم مخ پر گرميدو سي.

د گرينډهيم له تحقيقاتي انستيوت څخه د اقليم پيژندني کارپوه باب وارد په نظر:«په دوبي کي د ځنگلونو اوراخيستل يوه طبيعي خبره ده، خو د اقليم بدلون د هغو د پراخيدو خطر زياتوي، وچکالي د لرگيو د وچيدو سبب گرځي او په دې ډول ژر اور اخلي.»

په نړيواله سطحه د مځکې د گرميدو له امله ، زياتره سيمې مخ پر زياتيدونکي ډول، گرمي او وچيږي چي دا کار په منظم ډول د ځنگلونو اوراخيستو ته زمينه برابروي.

خو ځيني وخت بيا د ځنگلونو په اور اخيستو کي له اقليمي بدلونو پرته، په خپله انسانان هم گرَم بلل کيږي. د اورلگيدنو زياتره پيښې چي سږکال په اروپا او شمالي امريکا کي رامنځته سوې، علت يې د انسانانو د بې غورۍ له امله، د سگرټ اچولو او يا هم نورو سوځيدونکو توکو د اچولو له امله وو.