د افغانستان پخوانۍ ښځينه پلوټه ننۍ سوالګره ده
د افغانستان د هوايي ځواک د الوتکو يوه انجينيره چي وايي په روسيه او هند کي يې زدکړي کړي، نن سوالګره ده.
د افغانستان د پوځ پخوانۍ پلوټه جګړنه مېرمن شرميلا اوس په کندهار کي ژوند کوي.
شرميلا وايي چي زيات شمېر الوتنې يې کړي دي.
دغه پخوانۍ افغانه پلوټه د افغانستان له حکومت او پوځ څخه ګيله لري.
مېرمن شرميلا د خپل معلول مېړه او پخواني ډګروال سره د غربت شپې او ورځي تېروي.
مېرمن شرميلا وايي چي په هند او روسيه کي يې د الوتکو د تخنيک انجينري لوستې ده.
دغه مېرمنه اوس د کندهار په ښار کي سوالګره ده. هغه وايي مېړه يې په پاکستان کي د شل کلني بند وروسته د طالبانو له خوا ژوبل سوی او پر ځای پروت دی.
دغه مېرمنه له افغان حکومت څخه مرسته غواړي. هغه وايي پخپله يې د افغانستان د پوځ په الوتکو کي پروازونه کړي خو نن د ماښام ډوډۍ نه لري.
انځورونه
1 | 7انځورونه