د افغانستان ماموریت له پاره د وسله لرونکي ډرون غوښتنه
۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبهد آلمان د پارلماني فراکسیون د دفاعي چارو ویاند هیننګ اوته، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «مونږ نه شو کولی د خپل عسکرو د ساتنې له پاره له داسې وسایلو څخه صرف نظر وکړو، چې زمونږ د ځواکونو د حفاظت له پاره خدمت کولی شي.»
د آلمان د مسیحي سوسیال ګوند دغه سیاستوال د دغه هیواد له دفاع وزیرې انېګریت کرمپ کارنباور، سره د یوه رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته تللی دی. په افغانستان کې نږدې ۱۳۰۰ آلماني سرتیري مستقر دي.
اوسمهال د «هیرون ۱» په نوم آلماني ډرونونه په افغانستان کې په ماموريت بوخت دي او د «هیرون TP » په نوم د نویو ډرونو پر ماموريت غور کیږي. دغه بی پيلوټه الوتکې تر ډیر وخته پورې د پرواز او دقیقې او ښې څارنې قابلیت لري. دا ماډل ډرونونه د وسلې د لیږد وړتیا هم لري.
اوته وویل: «لومړی شرط دا دی چې موږ په ائتلاف کې په دې اړه اجماع رامنځته کړو چې کولی شو د وسلو لیږدونکو ډرونو څخه هم استفاده وکړو. دویم شرط دا چې نړیوال قوانین او په پای کې د یوه آلماني عسکر پریکړه او د سور کارت درلودونکي اهمیت پخپل ځای پاتې شي.»
په هر صورت، ویل کیږي چې د تیرې مقننه دورې د یوې استماعیه غونډې په ترڅ کې په دې اړه اساسي اجماع، او په ټولنه کې د درک وړ قبولیت رامنځته شوې دی.
اوته زیاته کړه: «په داسې حال کې چې زمونږ سرتیري تیار دي چې له خپل ژوند څخه تیر شي، مونږ باید هغوې ته له دا ډول حفاظت ورکولو څخه انکار ونه کړو. که هغوې د یوه پټ ځای څخه تر برید لاندې نیول کیږي، باید وکولی شي له خپل ځان څخه دفاع وکړي.»
دغه آلماني سیاستوال زیاته کړه: «نور ملتونه لا د پخوا څخه د خپلو سرتیرو د حفاظت له پاره له وسله لرونکو درونونو څخه استفاده کوي.»
آژانسونه/ ش.ن/ب.ص