1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان جگړې له شوري اتحاد څخه روسيه جوړه کړه»

۱۳۹۷ دی ۱۳, پنجشنبه

د امریکا ولسمشر د کابینې په غونډه کې د داخلي سیاستونو، افغانستان، سوریې او ګڼ شمیر نورو موضوعاتو په هکله خبرې وکړي. ترمپ پر افغانستان باندې د روسیې د یرغل دفاع وکړه خو ویې ویل چې افغانستان له شوروي ننۍ روسیه جوړه کړه.

https://p.dw.com/p/3AxHB
USA Haushaltsstreit in Washington - Donald Trump
انځور: Imago/ZUMA Press/A. Drago

انترفکس خبري آژانس ليکلي دي چي د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ د چهارشنبې په ورځ له وزيرانو سره په غونډه کي ويلي دي: «مخکي روسيه شوروي اتحاد وو. افغانستان له هغه څخه روسيه جوړه کړه. ځکه چي په افغانستان کې جگړې هغوی له افلاس سره مخامخ کړل».

ترمپ زياته کړه: «په افغانستان کي د روسيې د حضور دليل داوو چي تروريستانو غوښتل روسيې ته مخه کړي. شوروي اتحاد په افغانستان کي پر حق وو. ستونزه دا وه چي دغه جگړه ډېره سخته وه او هغوی له افلاس سره مخامخ سول.»

هغه دغه راز وويل چي د ده په اند په افغانستان کي بايد د سيمي د هيوادونو ځواکونه وي، نه د امريکا متحدو ايالاتو: «ولي روسيه هلته نه سته، ولي هندوستان او پاکستان هلته نه سته؟ ولي موږ هلته يوو؟ موږ ۶ زره ميله له افغانستانه ليري يوو.»

د ۲۰۱۸م کال په ډسمبر مياشت کي والسترت ژورنال ورځپاڼي د يوې سرچينې په حواله ليکلي ول چي د امريکا متحدو ايالاتو جمهوررئيس دونالد ترمپ له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د يوې برخي د رايستلو لارښوونه کړې ده. يادي سرچينې ويلي ول چي پتېيل سوې ده چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شمېر ۷۰۰۰ ته راکښته سي. اوس په افغانستان کي د امريکا متحدو ايالاتو نژدې ۱۴۰۰۰ عسکر مېشته دي. خو وروسته بيا سپيني ماڼي وويل چي ولسمشر ترمپ په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو په اړه د دفاع وزارت ته لارښوونه نه ده کړې.

شوروي اتحاد په ۱۹۷۹م کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او د هغه مهال له واکمن رژیم سره په ګډه یې د کمونیستي حکومت ضد جنګیالیو پر وړاندې جګړه پیل کړه. هغه مهال امریکا متحده ایالاتو د پخواني شوروي اتحاد پر دغه اقدام سخت انتقاد وکړه. د امریکا متحده ایالاتو د هغه مهال د ولسمشر رونالد ریګن د حکومت پر مهال امریکا له مجاهدینو سره مرستې پیل کړې څو په افغانستان کې د روسیې پر وړاندې وجنګیږي. د امریکا د دخالت له امله د افغانستان د هغه مهال جګړه د روسیې له پاره ستر سرخوږی جوړ شو او مسکو ته دغه جګړه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تمامه شوه. تر څو کلنې جګړې وروسته د هغه وخت د شوروي اتحاد سور پوځ د ۱۹۹۱م کال د دسمبر میاشتې پر ۲۵ نیټه له افغانستانه ووت. تر هغه وروسته شوروي اتحاد ټوټه ټوټه شو. 

Afghanistan - Krieg mit der USSR
انځور: Getty Images

ترمپ په دې غونډه کې همدا راز وویل چي د ده په اند په افغانستان کي بايد د سيمي د هيوادونو ځواکونه وي، نه د امريکا متحدو ايالاتو: «ولي روسيه هلته نه سته، ولي هندوستان او پاکستان هلته نه سته؟ ولي موږ هلته يوو؟ موږ ۶ زره ميله له افغانستانه ليري يوو.»

پر پاکستان نیوکې او د مالي مرستو د ځنډولو دفاع
ترمپ وویل: «کله چې موږ پاکستان ته پیسې ورکوو، ۱،۳ میلیارده ډالر. ډیر خلک یې په هکله معلومات نه لري. ځکه چې هغوی موږ ته صادق نه وو. موږ غواړو چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولرو. لیکن دوی [پاکستان] په خپله خاوره کې دښمن ساتي او د دوی پاملرنه کوي، موږ دغه څه نه شو کولی.» ترمپ همدا راز وویل چې زه د پاکستان د نوي مشرتابه سره د ملاقات له پاره سترګي په لار یم. خو یو ځل بیا یې یادونه وکړه چې ما دغه هیواد ته ۱،۳ میلیارده امریکايي ډالر مرستې وځنډولې. د امریکا ولسمشر همدا راز وویل چې موږ ګڼ شمیر نورو هیوادونو ته هم مالي مرستې وځنډولې، داسې هیوادونو ته چې اصلاً موږ ته په ملګرو ملتونو کې رایه نه راکوي.

پر دې سربیره ترمپ په افغانستان کې د هندوستان د ونډې په هکله هم له تمسخره ډکې څرګندونې وکړې. ترمپ وویل چې هندي مشرانو د یوې کتنې په ترڅ کې هغه ته څو ځلې په افغانستان کې د هندوستان له لوري د یوه کتابتون د جوړولو یادونه وکړه. ترمپ وویل: «تاسې پوهیږئ چې دا څه دي؟ دا [د کتابتون د جوړولو مصرف] په [افغانستان] کې زموږ د حضور د پنځه ساعتونو د مصرف سره برابر دي.» ترمپ په تمسخر سره وویل چې دې کار ته موږ باید ووایو چې ډیره مننه. ترمپ وویل: «زه نه پوهیږم چې په افغانستان کې به له دغه کتابتون څخه څوک کار اخلي.»

USA Trump und Modi im Weißen Haus
انځور: Reuters/K. Lamarque

د فرانسې د خبري آژانس د رپوټ له مخې دا واضح نه وه چې ترمپ د هندوستان د کومې پروژې په هکله څرګندونې کولې، خو په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په لاس د طالبانو رژیم له ړنگېدو راهیسې، هندوستان له کابل سره شاوخوا ۳ میلیارده ډالر مرستې کړي دي. هندوستان په کلني ډول افغان زده کوونکو ته زر تحصیلي بورسونه ورکوي او همدا راز د افغانستان د پارلمان د ودانۍ په ګډون یې په ګڼ شمیر پراختیايي پروژو کې پراخه ونډه اخیستي ده. 

له سوریې څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو دفاع

ترمپ په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا له سوریې څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو ننګه وکړه خو په دې هکله یې ډیر لږ وضاحت وړاندي کړ. نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۳۰ ورځو په ترڅ کې به له سوریې څخه ټول امریکايي سرتیري بیرته امریکا متحدو ایالاتو ته ستانه شي، چې د ترمپ دغه اقدام په کور دننه او همدا راز د امریکا نړیوال متحدین اندیښمن کړل.

ترمپ د خپلو څرګندونو په یوه څنډه کې وویل چې سوریه له ډیر وړاندې نه له لاسه وتلې وه. ترمپ د سوریې په هکله وویل: «موږ دلته د ریګ او مرګ په هکله خبرې کوو. موږ د ډیرې شتمۍ په هکله نه غږیږو، بلکې موږ د مرګ او ریګ په هکله خبرې کوو...زه نه غواړم چې د تل له پاره په سوریه کې پاتې شم. هلته مرګ او ریګونه دي.» ترمپ همدا راز وویل چې موږ د ایران، بشار الاسد او روسیې له پاره داعش له منځه وړو.