1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان جګړې په هکله د آلمان پلټونکی پلاوی خپل کار پيلوي

۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبه

له افغانستان څخه د آلمان پوځ د وتلو د ستونزو په هکله پلان شوی پارلماني پلټونکی پلاوی به د زرغون ګوند په حواله له دوبنيو رخصتيو وروسته خپل کار پيل کړي. دليل يې د اوکراين جګړه په ګوته شوې ده.

https://p.dw.com/p/49WJV
Deutschland Wunstorf 2021 | Bundeswehr, Rückkehr aus Afghanistan
انځور: Martin Meissner/AP Photo/picture alliance

د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د فراکسيون د بهرنيو چارو وياند، يورګن تريتين ويلي دي چې »دغه کار د اوکراين جګړې د فشار له کبله تر دوبنيو رخصتيو وروسته شروع کيږي.«

په خبره يې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دا مهال د اوکراين جګړې له کبله ډېر بوخت دی. دا يې هم وويل چې هغه قسماً عين کارکوونکي دي چې د افغانستان له ماموريت سره هم بوخت پاته شوي ول.

د آلمان پوځ د ۲۰۲۱م کال د جون مياشتي په پای کې له کابو شل کلن ماموريت وروسته له افغانستان څخه ووتل او د طالبانو تر بريالي کمپاين وروسته يې د محلي کارکوونکو او نورو حفاظت ته اړمنو کسانو له پاره د تخليې په يوه ماموريت کې هم برخه لرله.  

طالبانو افغانستان د تېر کال د اګست مياشتې په نيمايي کې په څو ورځو کې او پرته له ډېر مقاومته ونيو.

Bildergalerie Regierungsviertel | Deutsche Fahne ist aufgezogen vor dem Reichstagsgebäude
د آلمان دغه پارلماني پلاوی به تر دوبنيو رخصتيو وروسته کار پيل کړيانځور: Winfried Rothermel/picture alliance

د آلمان پخوانۍ صدراعظمې انګلا مېرکل او د آلمان پخواني خارجه وزير هایکو ماس او د آلمان د حکومت نورو پخوانو غړو هم د منځنۍ آسيا په دغه بحران ځپلي هيواد کې پر غلطو انګېرنو او ناسم سنجښت باندې اعتراف کړی وو.

په ائتلافي تړون کې د آلمان سوسيال ديموکرات، زرغون او ليبرال ديموکرات ګوندونو توافق کړی وو چې د افغانستان د تخليې ماموريت به د يوه پارلماني پلټونکي پلاوي په چوکاټ کې ارزوي. 

د آلمان د پوځ بشپړ ماموريت به همداراز د يوه خاص پلټونکي کمېسيون په چوکاټ کې د علمي کارپوهانو په مرسته ارزول کيږي.