د افغان کوچنيانو ملي شورا
۱۳۹۱ اسفند ۱۴, دوشنبهدغه ماشومان د افغانستان د مختلفو ولایتونو څخه کابل ته ورغلي دي، چي د افغانستان د کوچنيانو په دریمه شورا کې ګډون وکړي.
د کوچنیانو د شورا غړو د رایو په یوالي سره له ماشومانو سره د زورزیاتي، د کوچنیانو د کار، د دوې په وسیله د قاچان، او د ګاونډیو هیوادونو په وسیله د هغوی بیرته خپل وطن ته د شړلو پر ضد منفي رایي و کارولې.
دغو ماشومانو د کب د ماشتې پر ۱۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د افغان کوچنيانو د ملي شورا غونډه په کابل کې د سرکس په تعلیمي مرکز کې جوړه کړه. په دې غونډه کې دوی د کوچنيانو پر مختلفو ستونزو خبرې وکړې.
په دې شورا کې د هرات د کوچنیانو یوه استازي جواد جمشیدي وویل: «موږ داسي کوچنيان لرو چې په لس کلنۍ کي د نشه يي موادو راکړه ورکړه کوي. که دولت د دوی مخه نه نیسي دا به د دې سبب وګرځي چې دغه ماشوم په راتلونکي کې په یوه لو مافیا بدل شي.»
د ماشومانو کار
سامانه فاطمي د کوچنيانو د شورا یوې بلۍ استازي وویل، د ماشومانو کار په یوه جدي ستونزه بدل شوی دی، او باید دولتي او غیر دولتي سازمانونه په دې لاره کې جدي پروګرامونه ترلاس لاندي ونیسي.
نوموړي د ماشومانو له موراو پلار څخه وغوښتل چې پرې نږدې، چي ماشومان يي د دې پر ځای چې خپل وخت په ښونځی کې تیر کړې، په کوڅو او بازارونو کې د خاشو، او خځلو په ټولولو تیر کړي. «په پلازمېنه او ولایتونو کې ماشومان خځلې راټولوي، بوټونه رنګ کوې او په نورو کارونو اخته دي. د دغو ماشومانو شمیر ورځ تر بلي مخ پر زیاتیدو دی.»
د دغو ماشومانو له ډلي څخه منصورې قادري وویل، چې د کوچنيانو ملي شورا له دولت او پارلمان څخه غواړې، چي د دوی ستونزو ته د حل لاره ولټوي: «موږ له دولت څخه هیله کوو چې زموږ ستونزو ته رسیدګي وکړي. موږ پارلمان ته هم خپلې ستونزي وایو.»
د دې پروګرام مشر شیرخان احمدزي خبریالانو ته وویل، دا دریم وار دی چې د افغان کوچنيانو شورا په کابل کې جوړیږې.
هغه وویل چې افغان ماشومان له یاده ایستل شوي دي او د دې له پاره چې افغانستان یو روښانه راتلونکې ولري، نو ماشومانو ته باید پاملرنه وشي.«د ماشومانو شورا یو ډیر ښه چانس دی، چي چارواکي متوجه کړې، چي کوچنیان هم ستونزي لري او باید په پام کې ونیول شې.»
ټاکل شوې ده چې د افغان ماشومانو ملي شورا به د راتلونکي شنبې په ورځ پارلمان ته ولاړه شې او د افغانستان د کوچنیانو د ستونزو په هکله به د هیواد له استازو سره خبري اتري وکړي.
دغو ماشومانو وویل چې د دوی اکثره نه شې کولای زده کړي وکړي. دوی خصوصي ښوونځیو ته په اشارې سره وویل چې ډیری وختونه د دغو ښوونځیو د ځای بدلیدل د دې سبب ګرځې چې ماشومان بې سرنوشته پاتي شي.