1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان کابينې ليست ناورين بلل سوی

dpa,dw۱۳۹۳ دی ۲۹, دوشنبه

تر اوږده ځنډ وروسته د ولسمشر اشرف غني د کابينې د پوښتني وړ ليست، اوس هغه ته د شرم پټکه کوي. يو نومول سوی وزير د انترپول تر تعقيب لاندي دئ، بل ئې د زېږېدني نېټه بدله کړې ده او بل ئې نه غواړي چي وزارت وکړي.

https://p.dw.com/p/1EMeF
انځور: picture-alliance/AA

افغاني رسنيو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د جنوري ۱۹مه) خبر ورکړی دئ، چي د کابينې په ليست کي پر دغو درو تنو نومول سوو وزيرانو سربيره يوولس نور نومول سوي وزيران بيا دوگونی تابعيت لري.

د افغانستان د اساسي قانون له مخي هر هغه څوک چي د يوه بل هيواد تابعيت ولري، اجازه نه لري چي پر يوه دولتي چوکی وگومارل سي. اوس د افغانستان پارلمان پر دغو يوولسو وړانديزونو باندي غور کوي.

هر هغه څوک چي غواړي خپل ځان په افغانستان کي يوې دولتي چوکۍ ته ونوموي د هغه بل هيواد تابعيت به سپاري.

د پلان له مخي دغه ۲۷ کسان چي وزارتونو او لویو رياستونو ته نومول سوي دي، د سه شنبې په ورځ بايد پارلمان ته د تائيد له پاره ور مخته سي.

د کرهڼي او مالداري وزارت له پاره نومول سوي، محمد حيدري، د يکشنبې په ورځ دا ومنله، چي دی د ماليې د ميليونونو ډالرو د نه ورکولو په تور په ۲۰۰۳م کال په استونيا کي د انتر پول له خوا څارل سوی دئ. خو دغه ۵۲ کلن ويلي دي چي هغه بې گناه وو. حيدري په بالتيک هيوادونو کي د وارداتو او صادراتو يو شرکت لاره.

د افغانستان د جمهوري رياست يوه وياند ويلي دي، چي دوی په دې اړه خبر نه ول، چي گويا په حيدري پسې انترپول گرځي. د غني وياندي ويلي دي، چي اوس به دغه قضيه وپلټل سي.

د غني له پاره يو بل گوزار د دوشنبې په ورځ د ماليې وزارت له پاره د نومول سوي، غلام پوپل اعلان وو. پوپل ويلي دي چي نه غواړي وزارت وکړي. پوپل پر افغان تابعيت سربيره د امریکا دا هم لري.

پر دې سربيره بيا يوه وزارت ته نومول سوې، د دې له پاره چي د وزارت شرايط ئې پوره کړي وي خپله د زېږېدو نېټه بدله کړې ده.

د افغانستان د کابينې ليست يوه اوونۍ دمخه تر اوږده ځنډ وروسته اعلان سو. د دغه ليست د ځنډ سبب د غني او د هغه د رقيب او اجرائيه رئيس عبدالله ترمنځ پر څو وزارتونو باندي اوږده بحثونه ول.