1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د افغان مهاجر د اخراج مخه نیونکې سویډنۍ نجلۍ مجرمه ګڼل شوې

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

د سویډن څارنوالان وايي چې دوی ۲۱ کلنه سویډنۍ نجلۍ چې د یوه افغان مهاجر د اخراج مخه یې نیولې وه، مجرمه ګڼلې ده. پر نوموړې د هوايي ترافیک د قانون د ماتولو تور دی.

https://p.dw.com/p/36uUj
Screenshot Facebook-Video von Elin Ersson | Protest gegen Abschiebung in Schweden
انځور: facebook.com/hamzahtoraby786

د سویډن د ګوتنبورګ د پوهنتون محصله ایلن ایرشون، تر هغې وروسته د نړیوالو رسنیو پام جلب کړ چې څو میاشتې وړاندې يې په یوې الوتکه کې د فسبوک لایف له لارې د یوه افغان مهاجر د اخراج پر ضد اعتراض وکړ. نوموړې هغه مهال وویل چې افغانستان ته د دغه ۵۲ کلن افغان مهاجر د اخراج مخنیوی ضروري ده ځکه په خبره یې افغانستان د اخراجیدونکو مهاجرینو له پاره خوندي هیواد نه دی.

نوموړې په الوتکه کې له کښیناستو ډډه وکړه او دغه ټوله پیښه یې د فسبوک لایف له لارې په ژوندۍ بڼه خپره کړه. د ایلن ایرشون دغه ویډیويي کليپ په ډیر کم وخت کې ډیر زیات ولیدل شو. د ایلن ایرشون او د الوتکې د چارواکو ترمنځ دغه جنجال وروسته له هغه حل شو چې یاد اخراجیدونکی افغان مهاجر او ایرشون د سویډن په ګوتنبرګ لندویتر هوايي ډګر، کې له الوتکې څخه کوز شول.

اوس  د ایرشون دغه اقدام د هواي ترافیک د ګډوډولو د قانون په رڼا کې د جرم په توګه پیژندل شوی دی. د دې قانون په رڼا کې د یوې الوتکې مسافرین باید د الوتکې د پیلوټ لارښونې ومني او هغه عملي کړي. د جعمې په ورځ د سویډن څارنوالانو وویل چې یادې میرمنې د الوتکې د کارکوونکو خبرونو ته غوږ نه دی نیولی او د پرواز د چمتو والي په حال کې یې په الوتکه کې له کښیناستو ډډه کړې ده. دغې الوتکې د روان کال د جولای میاشتې په ۲۳ نیټه د سویډن له ګوتنبرګ ښار څخه د ترکیې پر لور پرواز درلود.

سویډني څارنوالانو ویلي چې ایلن ایرشون په عمدي توګه د الوتکې ټکټ اخیستی وو او ویلي یې وو چې که چیرته دغه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج شي، هلته به ووژل شي. سویډنۍ ۲۱ کلنه ایلن ایرشون د دې هیواد په غربي ګوتبورګ ښار کې د مدنې ټولنې یوې ډلې فعاله ده. نوموړې او د هغې ملګرو افغانستان ته د رد شوو پناه غوښتونکو د اخراج پر ضد ګڼ شمیر اعتراضونه کړي.