1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان مهاجر د اخراج مخنیوونکې نجلۍ ښايي بندي شي

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

ایلن ایرسن چې د یوه ۵۲ کلن افغان مهاجر د اخراج مخه یې ونیوله ډیرو کسانو وستايله، خو پولیس ښايي هغه جریمه او یا آن زندان ته واستوي. چارواکو دا هم ویلي چې ۵۲ کلن افغان به هم په راتلونکې کې افغانستان ته اخراج شي.

https://p.dw.com/p/322PN
Standbild aus einem Video der Schwedin Elin Ersson (privat)
انځور: YouTube/Atila Altuntas

د الوتکې مسافر په دې پوهیږي چې الوتکه تر هغه پورې پرواز نه شي کولی چې ټول مسافر پر خپلو څوکیو ناست نه وي او خپل کمربندونه یې تړلي نه وي. د دوشنبې په ورځ یوې ځواني سويډنۍ فعالي ایلن ایرسن، له همدې قاعدې څخه په استفادې سره د یوه ۵۲ کلن افغان مهاجر د اخراج مخه ونیوله.

پلان شوې وه چې دغه الوتکه به له سويډن څخه استانبول ته پرواز وکړي او تر هغه وروسته به دغه افغان په بله الوتکه کې کابل ته ولېږدول شي. کله چې هغه پوه شوه چې په الوتکه کې یو اخراجیدونکی افغان موجود دی، نو په داسې حال کې چې نور مسافر پر خپلو ځایونو ناست ول، هغې پر خپلې څوکې له ناستي ډډه وکړه او ویل یې، تر هغه پوري چې اخراجیدونکی افغان په الوتکه کې وي نو دا به د الوتکې د پرواز مخه ونیسي.

که څه هم په لومړي سر کې نورو مسافرو او د الوتکې حملې له هغې څخه غوښتل چې پر خپل ځای کښینې، خو د وخت له تیریدو سره نورو هم د هغې ملاتړ وکړ او په پای کې پولیس دا او اخراجیدونکی مهاجر له الوتکې راکښته کړل او په دې ترتیب سره دغه افغان اخراج نه شو.

ایرسن جریمه او یا هم بندي کیدای شي

ایرسن الوتکې ته تر پورته کیدو مخکې له ۲۵ نورو فعالانو سره د سويډن د اخراج پر پالیسي باندې اعتراضونه کړي ول. په الوتکه کې د هغې د مقاومت ویدیو بیا یوازې په ۲۴ ساعتونو کې ۱،۹ میلیونه وارې ولیدل شوه او ډیرو د هغې د مدني جرأت ستاينه وکړه. خو منتقدین بیا پر هغې باندې نیوکه کوي چې د سويډن د قانون په اړه یې په یوازې سر پریکړه کړې ده.

که څه هم دغه ځوانه نجلۍ ادعا کوي چې هیڅ کوم ناسم کار یې نه دی کړی، خو د سويډن چارواکي دې قضیې ته په بل ډول ګوري. پولیسو ویلي دي، هغه مسافر چې د پیلوټ له اوامرو سره سم عمل نه کوي، جریمه کیدای شي او آن تر شپږو میاشتو پورې زندان ته استول کیدای شي.

چارواکو دا هم ویلي دي چې دغه افغان په توقیف کې دی او له سويډن څخه به اخراج شي خو دا لا روښانه شوې نه ده چې دغه کس به کله او له کوم ځایه بیرته افغانستان ته واستول شي.