1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان امنیتي ځواکونو ۷۰ سلنه تلفات پولیسو ته اوړي

۱۳۹۸ مهر ۱, دوشنبه

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې پولیس د افغان امنیتي ځواکونو د ټولو تلفاتو ۷۰ سلنه برخه جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې پولیس د نورو ځواکونو په پرتله ډیر د خلکو له نیوکو سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/3Q604
Afghanistan Sicherheitskräfte in Kandahar
انځور: picture-alliance/Xinhua/S. Seiam

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، ځوان دی، په بهر کې یې زده کړې کړي دي او د ولسمشر محمد اشرف غني، د تیم له غړو څخه یو دی.

کله چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له طالبانو سره د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خبرې اترې لغوه کړې، هغه د افغانستان پر امنیتي ځواکونو او په ځانګړې توګه پر پولیسو باندې هم نیوکې وکړې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې د پولیسو په لیکو کې د ورو خو دوامداره اصلاحاتو خبر ورکړ.

اندرابي داسې سیستمونه رامنځ ته کوي چې هیله لري په پایله کې یې پولیس لا مسلکي شي. دا یو ستونزمن کار دي، په ځانګړې توګه په داسې حالاتو کې چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې د تلفاتو کچه ډیره لوړه ده.

له بلې خوا بیا د پولیسو پر ضد شکایتونه هم ډیر دي. د کابل د ځینو برخو اوسیدونکي وایي چې تر تياره کيدو وروسته له خپلو کورونو څخه نه شي وتلي ځکه له غلو او جنایت کارانو ویره لري. هغوی وایي چې دغه غله او جنایت کاران په ځینو مواردو کې د پولیسو له ملاتړه برخمن دي.

د پولیسو شرایط هم ډیر ښه نه دي. داسې پیښې هم رامنځ ته شوي چې د لیریو پرتو سیمو پولیس د څو ورځو له پاره پرته له تجهیزاتو پاتې شوي دي. ځینو خو یې آن د طالبانو د بریدونو پر مهال له ډېرو سختو حالاتو سره مقابله کړې ده.

خو اندرابي هیله لری چې د ځوانو او مسلکي پولیسو په ګومارلو سره به د دغو ځواکونو ستونزې حل شي. هغه وایي: «زه نه وایم چې دا کار اسانه او په یوې ورځې، یوې میاشتې او یا هم یو کال کې د ترسره کولو وړ دی. خو دا کار شونې دي.»

اندرابي وایي چې د ګومارني او ترفیع داسې یو سیستم رامنځ ته کوي چې پولیس په کې د خپل لیاقت پر اساس پرمختګ کوي. اندرابي هیله لري چې له دې سره به د واسطي او پیژندلګوي له مخې د خلکو د ارتقاع مخه ونیول شي او یوازې د هغوی استعداد به د لویو مسوولیتونو د ترلاسه کولو معیار وي.

اندرابي وایي چې د طالبانو تر ړنګیدو وروسته، په پولیسو کې ګومارل شوي ډیری کسان پخوانۍ ملیشي وې چې ځیني جنګسالارانو ته وفاداره ول. خو د دې وزیر په خبره اوس ځوانان پولیسو ته جذبیږي: «د امنیت په سکتور کې ټول دغه نوي رهبران د [کورنۍ] جګړې میراث او بیلابیلو ډلو ته وفاداره پاتې کیدو سابقه نه لري. دا هر څه د دې لامل کیږي چې دوی په یوه هدف راټول تیم ووسي.»

اندرابي همداراز غواړي د نویو سیستمونو له پلي کولو سره د پولیسو په منځ کې د فساد مخه ونیسي. خو لا هم پر پولیسو باندې د فساد ډیر تورونه موجود دي. پر دې سربیره ډیر داسې موارد هم شته چې د سرتیرو معاشونه ترلاسه کیږي، خو په اصل کې دغه سرتیري هیڅ شتون نه لري او پیسې یې د نورو کسانو جیبونو ته لویږي.

د افغانستان د بیا رغونې بهیر د څار امریکایي ادارې یا سیګار د جولای په میاشت کې په یوه رپوټ کې ویلي دي چې هغوی ۳۵۰۰۰ داسې سرتیري موندلي دي چې شتون نه لري خو معاشونه یې اخیستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې د اداري فساد د شتون له کبله پر دې هیواد باندې ۱۶۰ میلیونه ډالر مرستې ودرولې.

ms/bs (ap)