1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امنیتي ځواکونو کې د جاسوسانو د شتون ویره

میرویس جلالزی۱۳۹۱ دی ۹, شنبه

تیره اونۍ د افغان پولیسو یوې افسرې په کابل کې یو امریکايي سلاکار وواژه. وروسته روښانه شوه چې برید کوونکې په اصل کې ایرانۍ وه. له دې سره د افغان ځواکونو په لیکو کې د بهرنیو جاسوسانو د شتون په اړه اندیښنې ډیرې شوې دي.

https://p.dw.com/p/17Azf
انځور: AP

د کابل په امنیه قومانداني کې د DynCorp International شرکت د دغه امریکايي کارکوونکي وژنه، تر خپل ډول نورو پېښو ځکه یو څه متفاوته وه، چې په دې پېښه کې د لومړي ځل له پاره یوې ښځې پولیسې یو «دوست-دښمن» برید ترسره کړ. دا یوازینې موضوع نه وه چې افغان او بهرني چارواکي يې په اندیښنه کړل. وروسته بیا معلومه شوه چې برید کوونکې یوه ایرانۍ ښځه وه چې له پنځو کلونو راهیسې یې د افغانستان د پولیسو په لیکه کې دنده تر سره کوله. دغې پېښې دا پوښتنه رامنځ ته کړه چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې څومره پاکستانیان او ایران په دنده بوخت دي.

د افغانستان د امنیتي چارو شنونکی بشیر عاطف، په دې اند دی چې که چیرې بهرني جاسوسان په آسانۍ سره د امنیتي ارګانونو لیکو ته لاره پیدا کولای شي، نو د هغه په خبره دغه موضوع تر ۲۰۱۴ کال وروسته پر افغان ځواکونو باندې د خلکو اعتماد ته سخت زیان اړوي. هغه زیاتوي: «دا ډول بریدونه د افغان او بهرنیو ځواکونو اعتبار ته زیان اړوي. دغه شان پېښې به همدا راز د افغان ځواکونو د روزنې بهیر زیانمن او خنډنی کړي.»

په داسې حال کې چې تر وروستۍ پېښې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بهرنیو جاسوسانو د شتون په اړه اندیښنې زیاتې شوې دي، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه برید انګیزه سیاسي نه بولي. د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي: «زموږ څیړنې روانې دي. ټول هغه عوامل به وروسته روښانه  شي چې د دې پېښي تر شاه دي خو موږ تر اوسه پورې دا خبره نه شو تاییدولای چې د دغې پېښي تر شا کوم ورانکاري سازمان لاس لاره.»

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمیر غړو هم پر حکومت باندې نیوکه کړې ده چې څرنګه کیدای شي یوه بهرنۍ د افغان پولیسو په لیکو کې د یوې افغانې په توګه ورداخل شي. د ولسي جرګې د امنیتي کمیسیون غړې جنرال نظیفه ذکي وايي: «دا د امنیتي ارګانونو نیمګړتیا ښيي چې څرنګه یوه ښځه چې په اصل کې ایرانۍ ده د پولیسو په لیکو کې جذبیږي. له دوی [افغان چارواکو] څخه باید په دې اړه پوښتني وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی بشیر عاطف، د دغې ستونزې اصلي لامل په امنیتي ځواکونو کې د استخباراتي فعالیتونو کموالی او د هغوی د جلب او جذب په بهیر کې نیمګرتیاوي ښيي.

پر بهرنیو روزونکو او سرتیرو باندې د هغوی د افغانو همکارنو له لوري بریدونو یوازي په روان کال کې شاوخوا پنځوس بهري سرتیري او افسران وژلي دي. دغه ډول بریدونو ته دوست دښمن بریدونه هم ویل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب