1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د افریقا تر ټول ځوان میلیاردر تښتول شوی

۱۳۹۷ مهر ۲۰, جمعه

د پولیسو په وینا ۴۰ کلن محمد دوجي په دارالسلام کې نامعلومه وسله والو کسانو تښتولی دی. داسې باور کیږي چې د هغه تښتونکي دې بهرنیان وي.

https://p.dw.com/p/36PUS
Tansania Mohammed Dewji entführt
انځور: Getty Images/AFP/S. Hassan

محمد دوجي، چې د افریقا تر ټولو ځوان میلیاردر یادیږي، د پولیسو په وینا د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د اکتوبر یوولسمه) د تنزانیا په اقتصادي مرکز دارالسلام کې تښتول شوی دی.

زیاته شوې ده چې۴۰ کلن محمد دوجي هغه مهال د دوو ماسک لرونکو کسانو نيولی چې د یوه عصري هوټل د سپورت سالون ته ننوت.

د دارالسلام سیمه ایز کمیشنر پاول مکوندا، ویلي دي چې دغو دوو برمته نیونکو لومړی فیرونه وکړل او بیا یي دروازه پرانیسته. د هغه په خبره داسې باور کیږي چې دغه دواړه بهرني اتباع ول.

Tansania Kidnapping Mohamed Dewj
دوجي هغه مهال وتښتول شو چې د هوټل د سپورت سالون ته ورننوتانځور: DW/S. Khamis

د مکوندا په خبره پولیسو په ټولو سرحدي سيمو او هوایي ډګرونو کې امنیت سخت کړی دی، څو دا خبره یقیني کړی شي چې هغه دوه سپین پوستي کسان چې په څارونکو کمرو کې لیدل شوي له دغه ختیځ افریقایي هیواده و نه وځي. پولیسو په دې تړاو ځیني کسان نیولي دي.

دوجي چې د «محمد اینټر پرایزز تنزانیا لمیټډ» په نوم شرکت چې ارزښت یي څو ميلیارده ډالرو ته رسیږي خاوند او مشر دی.

د فوربز په نوم اقتصادي مجلې د دوجي شتمني ۱،۵ میلیارده امریکايي ډالر اټکل کړې ده او هغه یي د افریقا تر ټولو ځوان میلیاردر یاد کړی دی.