1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسپانيا ساحلي ساتونکو ۷۰۰ مهاجر ژغورلي دي

۱۳۹۷ مهر ۹, دوشنبه

د شنبې او يکشنبې په ورځ د اسپانيا ساحلي ساتونکو۷۰۰ مهاجر د مدیترانې له سمندره ژغورلي دي. د منې موسم په دغه سړه هوا کې د سمندر له سړو اوبو داسي مهاجر ژغورل شوي چې کوچنيان هم پکښې دي.

https://p.dw.com/p/35nMW
Spanien Küstenwache gerettete Bootsflüchtlinge
انځور: picture-alliance/Zuma/L. Carnero

د شنبې او يکشنبې په ورځو د اسپانيا ساحلي ساتونکو په مديترانې سمندر کې پوره اوه سوه مهاجر ژغورلي دي. دغه مهاجر له هغه کښتيو څخه ژغورل شوی چې هغوی پکښې سفر کاوه. دغه شان کښتۍ له سمندري څپو سره د مقابلې وړتيا نه لري او په نيمه لار کې په سمندر کې ډوبيږي.

د ساحلي ساتونکو يوه وياند د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې دغو مهاجرو کوښښ کاوه، چې د مراکش د ساحلونو له لاري ځانونه د اسپانيا ساحل ته ورسوي. د دغو مهاجرو ډير يې د مغرب له هيوادونو او سويلي سارا څخه ول.

د وياند له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د يکشنبې په ورځ د اسپانيا ساحلي ساتونکو له ۷ کښتيو څخه ۲۷۰ کسان راوايستل،چې په هغوی کې اوه د غیږې او کوچنې ماشومان ول. دغه راز د شنبې ورځې په بهير کي ۴۰۵ مهاجر ژغورل شوی دي.

په روان کال ميلادي کې د پناه غوښتونکو له پاره اروپا ته د رسیدلو اصلي هيواد اسپانیا وو. د اټکلونو له مخې د روان میلادي کال له پيل راهیسې دغه هیواد ته څلويښت زره پناه غوښتونکي ورغلي دي چې ډير يې د مديترانې سمندر له لاري ول.

تر دې مخکي د مهاجرو اصلي مقصد ايتالیا وو. خو له هغه راهيسې چې د ايتاليا عوامپاله حکومت په خپلو بندرونو کې د مهاجرو د کښتيو منل منع او په خپل سیاست کې د مهاجرو پر ضد سخت دريځ خپل کړ، د مهاجرت لار د لويديځ پر لور واوښته.

د مهاجرو له پاره د نړیوال سازمان (IOM) د معلوماتو له مخې، په روان کال کې ۱۷۰۰ مهاجر د مديترانې سمندر په اوبو کې ډوب شوي دي چې ۳۶۲ کسان يې د اسپانیا په ساحلونو کې ول.

زموږ له آرشيف څخه: