1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو په برید کې د «اسلامي جهاد» مهم قوماندان وژل شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۱, سه‌شنبه

د اسرائیلي پوځ په هوایي برید کې د «اسلامي جهاد» فلسطينې ډلې د یوه لوړپوړي قوماندان بها ابو العطا وژل کیدل تائید شوي. اسرائیلو په دویم برید کې په سوریي کې د دې ډلې د یوه بل مشر پر کور توغندي توغولي.

https://p.dw.com/p/3SroM
Baha Abu Al-Ata
انځور: Reuters/M. Salem

په فلسطين کې د «اسلامي جهاد» په نوم ډلې په حواله په دې برید کې د نوموړي قوماندان ترڅنګ د هغه ښځه هم وژل شوې او ماشومان یي ټپیان شوي دي.

بل لور ته د اسرائیلو د پوځ ویاند جنرال کونریکس ویلي دي چې د یوه څه وخت راهیسې د دې برید پر پلان کار روان وو. ویاند وژل شوی ابو العطا يو »ډېر خطرناک« تن وباله. دا برید له دې امله هم ډیر مهم دی چې په دې وروستیو کې د سختې محافظه پالې عقیدې درلودونکی سیاستوال نفتالي بینټ، د اسرائیلو نوی دفاع وزیر ټاکل شوی دی.  

بل لور ته دغې پوځې ډلې د دې برید په ځواب کې له غزې تړانګې څخه توغندي توغولي دي. د اسرئیلي پوځ په حواله کیدای شي له غزې تړانګې څخه نور توغندي هم وتوغول شي او له دواړو خواو څخه لازیاتې حملې وشي.

اسرائیل د خپل هیواد په سویلي او منځنيو برخو کې د ښوونځیو د بند ساتلو د امر ترڅنګ له خلکو غوښتي دي چې په خپلو کورونو کې دې پاتې شي. د اسرئیلو د پوځ په حواله یو شمیر توغندي ښاري ساحې ته له رسیدو مخکې په هوا کې خثی کړای شوي دي.

Palästina Baha Abu Al-Ata bei israelischem Angriff getötet
د غزې ښار ته نږدې د ابو العطا پر کور بریدانځور: picture-alliance/AA/A. Amra

اسرائیلي چارواکو ویلي دي چې ابوالعطا په غزې کې د حماس ډلې له پاره هم یوه ننګونه وه، ځکه حماس د ۲۰۱۴م کال تر جګړې وورسته له اسرائیلو سره د سولې یو تړون لاسلیک کړی دی. اسرائیل ابوالعطا له غزې څخه د ترسره شویو ډیر شمیر بریدونو مسئول بولي.

په همدې منځ کې د اسرائیل له خوا یو بل برید په سوریي کې شوی دی. د سوریي د دولتي خبري آژانس په حواله په دغه برید کې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي دي. دا برید په پلازمېنه دمشق کې د استوګنې پر یوه ساختمان شوی دی.

دغه ودانۍ چې د دمشق په میزه سیمه کې موقعیت لري د دوو توغندیو په وسیله په نښه شوې ده. کومه ودانۍ چې تر برید لاندې نیول شوې وه په هغې کې د فلسطين د اسلامي جهاد ډلې یو مهم مشر اکرم العجوري هم اوسیده.

تر اوسه پورې لا دا نه ده تائیده شوې چې آیا په دې اسرائیلي برید کې العجوري هم وژل شوی دی او څنګه؟ د اسرائیلو له خوا فایر شوی دریم توغندی د دمشق په داریا سیمه کې لگيدلی دی.

 sti/se (dpa, rtr)/sn/bs