1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیلو صدراعظم د اختلاس په تور محکمې ته حاضریږي

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

د اسرائیلو لوی څارنوالۍ د نیتنیاهو پرضد د اداري فساد، جعل کارۍ او رشوت اخیستلو په تور اقامهء دعوه کړې ده. پر هغه او کورنۍ یې تور دی چي د نورو ترڅنگ یې له شرکتونو څخه سگریټ، شراب او زیورات اخیستي دي.

https://p.dw.com/p/3TWQN
Israel | Benjamin Netanjahu
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Scharit

د اسرائیل لوی څارنوال اویشا ماندل بلیت اطلاع ورکړې ده، چي پر صدراعظم بنیامین نیتنیاهو باندي یې د اداري فساد، جعل کارۍ او رشوت په دلیل په محکمه کي اقامهء دعوه کړې ده. هغه وویل چي هیڅوک تر قانون لوړ نه دی، صدراعظم هم. که پر نیتنیاهو باندي د رشوت اخیستل ثابت سي، نو په لس کاله بند او د اختلاس او جعل کارۍ په تور به بیا تر درو کلونو په بند محکوم سي. دا په داسي حال کي ده چي  ښی اړخی محافظه کاره نیتنیاهو د اسرايیلو لومړنی  برحاله صدراعظم دی، چي دغه ډول یوه دعوه ورباندي کیږي.

Israel | Generalstaatsanwalt Avichai Mandelblit
لوی څارنوال اویشا ماندل بلیتانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Cohen

په ډیرو مواردو کي اقامهء دعوه

پر نیتنیاهو باندي تر ټولو سخت تور په اصطلاح د بېسیک، په قضیه کي لگیدلی دی: شک کیږي، چي نتنیاهو کله چي د مخابراتو وزیر وو، د بیسیک شرکت ته یې امتیازات ورکړي ول. ددې په مقابل کي بیا په دغه شرکت پوري مربوط یوې رسنۍ د هغه په باب مثبت رپوټونه ورکول.

پر دې سربیره داسي تور موجود دی چي ده او کورنۍ یې د نورو ترڅنگ له شرکتونو څخه د تقریبأ ۲۳۰ زره یورو په ارزښت سگریټ، شراب او زیورات اخیستي دي. د پولیسود معلوماتو پراساس  دغه غیر قانوني تحفې د هالیوود د پرودیوسر آرنون میلشان او آسترلیايي تجار، جېمس پاکر څخه اخیستل سوي دي. د دې په مقابل کي بیا نیتنیاهو د نورو ترڅنگ د داسي قانون د تصویبولوکوښښ کړی وو، چي میلشان ته یې د مالیاتو د کمولو زمینه برابروله. له هغه سره یې د امریکا د ېوې نوي ویزې په اخیستلو کي هم کومک وکړ.

سربیره پردې ویل کیږي چي نیتنیاهو ددې کوښښ کړی وو، چي د رسنیو له یوه لوی شرکت سره په حکومتي منتقدي ورځپاڼي،( جدیوت آکرونوت) کي د ځان په گټه مثبت رپوټونه ورکول ډاډمن کړي.

Israel Gedenkveranstaltung Schimon Peres
انځور: picture-alliance/Photoshot

صدراعظم له یوې کودتأ څخه خبره کوي

نیتنیاهو په یوه لنډ پیغام کي لکه د پخوا په ډول دغه ټوله تورونه رد کړل. هغه وویل، چي دا ټوله غلط دي او سیاسي انگیزه لري. په خبره یې دا ټوله دده پرضد د یوې «کودتأ کوښښ» دی.

نیتنیاهو د یوې اقامهء دعوه په صورت کي وختي لا خپله استعفأ رد کړې ده. د حقوقي لحاظه هم هغه مجبوره نه دی، چي د یوې دعوه په صورت کي استعفأ ورکړي. خو استعفأ ته هغه وخت مجبوره دی، چي که دغه تورونه ثابت او محکمه ورباندي حکم صادر کړي.