1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائیل پر اټومي تاسیساتو د سپاه پاسداران د بریدونو ګواښ

۱۴۰۰ دی ۶, دوشنبه

«یوروشلیم پوست» ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د اسرائیل پر اټومي تاسیساتو د ایران د سپاه پاسداران د توغندیزو بریدونو ګواښ ته اشاره کړې ده. دغې ورځپاڼې د اسرائیل پر اټومي تاسيساتو د حملې ګواښ سابقې ته هم اشاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/44rTC
Israel I Shimon Peres Negev Nuclear Research Center
انځور: Planet Labs Inc./AP/picture alliance

د یوروشلیم پوست ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د دسمبر میاشتې ۲۶ نیټه) په خپل خپاره کړي رپوټ کې په دې وروستیو اونیو کې د اسرئیل د اټومي تاسیساتو پر وړاندې د ایران د سپاه پاسداران د تهدیدونو زیاتیدو پر موضوع تمرکز کړی دی.

نوموړي ورځپاڼې د سپاه پاسداران په پوځي اډه کې یو لړ ټویټري پيغامونو چې په دغه شبکه کې خپاره شوې دي په اشارې سره د نګب په صحرا کې د «دیمونا» ښار پر اټومي تاسیساتو، د یوروشلیم پر ښار او حیفا پر بندر، د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو برید د تازه ګواښونو په اړه رپوټ خپور کړی دی.

د فارس خبري آژانس چې سپاه پاسداران ته نږدې رسنۍ ده یو لنډ انیمیشن یا متحرک فلم خپور کړی دی چې ظاهراً د اسرائیل په سویل کې د دیمونا پر اټومي تاسیساتو د برید کولو د پلان بیلګه پکې ښودل کیږي.

د «ایما میډیا» یا د ایران د پوځي لاسته راوړنو رسنې هم یوه ورځ مخکې تر دې په خپل تویتري شبکه کې داسې یو فلم خپور کړی و.

اسرائیل او په سیمه کې د امریکا اډو ته ګواښ

د فارس خبري آژانس د لیکنې په حواله د سپاه پاسداران د هوایي ځواکونو په مانورو کې په اسرائیلو کې د بالستیک توغندیو او انتحاري بې پيلوټه الوتکو په وسیله د ۱۶ هدفو په نخښه کول، په نمونه یي ډول ښودل شوي وو.

ایراني چارواکي وایي هغه توغندي چې په دې وروستیو مانورو کې آزمایل شوي دي له ۳۵۰ تر ۲۰۰۰ کیلومتره پورې واټن کې هدف په نخښه کولی شي او په سیمه کې د امریکا ټولې اډې او د اسرائیل د خاورې هرې برخې ته ځان رسولی شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې د ایران د بالستیک توغندیو پر آزموېنې انتقاد کړی وو او هغه یي د سیمې او نړۍ د امنیت له پاره ګواښ ګڼلی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده، په عاجله توګه د دا ډول اقداماتو د بندولو په اړه د بریتانيا غوښتنه د «ایران په داخلي چارو کې لاسوهنه» بللې وه او زیاته کړې یي وه چې ایران د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په چوکاټ د خپلو دفاعي اړتیاو مطابق عمل کوي.

د اسرائیل ګواښونو ته ځواب؟

د ایران د وسله والو ځواکونو عمومي مشر محمد حسین باقري، د «پیامبر اعظم ۱۷» په نامه د دغو مانورو د انګیزې په اړه واضح څرګندونې کړي دي. باقري وویل: «له مخکې نه پلان شوي مانورې، د ایران پر وړاندې د اسرائیل وروستیو تهدیدنو ته ځواب دی.»

په دې وروستیو کې اسرائیلي رسنیو د دغه هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د حملې کولو د پروګرامونو خبر ورکړی دی او د هغې علت یي د آټومي موافقتنامې د بیا را ژوندي کولو له پاره د مذاکراتو احتمالي بې نتیجه پاتې کیدل بللي دي.

اورشلیم پوست ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د اسرائیلو پر وړاندې د سپاه پاسداران وروستیو ګواښونو سابقې ته هم اشاره کړې ده او د دسمبر میاشتې د ۱۳ نېټې پر تویت یي تمرکز کړی دی. په دې تویت کې د تل ابیب او حیفا د نابودۍ او «بیت المقدس د آزادۍ» خبره شوې ده.

د اسرائیل د نابود او محوه کولو ګواښونو سابقه د دغه هیواد د لوموړي اسلامي لارښود روح الله خمیني دور ته ورګرځي چې د تیرو څلورو لسیزو په مناسباتو کې تکرار او زیات شوی دی.

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر ویاند ابوالفضل شکارچي، نږدې څلور اونۍ مخکې له ایسنا خبري آژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی و: «د صهیونیستي رژیم لمنځه وړل زموږ تر ټولو لویه هیله ده او تر ټولو ستر هدف دی چې تعقیبوو یې.»

داسې ښکاري چې د اسرائیل پر اټومي تاسیساتو د سپاه پاسداران د برید ګواښونه شعاري او تبلیغاتي جنبه لري، ځکه ایراني مسئولین اعتراف کوي چې اسرائیلو تر اوسه پورې په وار وار د ایران پر اټومي تاسیساتو حمله کړې او یا یي هم پکې وران کاري کړې ده، خو په غبرګون کې یي ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز