1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيلبنان

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ نښتو کې ۱۶ کسان وژل شوي

۱۴۰۳ فروردین ۹, پنجشنبه

له لبنان سره پر پوله د اسرائیلي ځواکونو او حزب الله او متحدینو ترمنځ په نښتو کې ۱۶ کسان وژل شوي. د لبنان په سویل کې پر دوو کلیو د اسرائیل په هوایي بریدونو کې هم ۹ کسان وژل شوي او سنتکام د حوثیانو۴ ډرونونه ویشتلي دي.

https://p.dw.com/p/4eD9X
Libanon Opfer von israelischem Luftangriff
حزب الله ویلي دي چې د دې ډلې ۴ ملیشه او ۲ مرستندویان وژل شويانځور: Mohammed Zaatari/AP/picture alliance

د لبنان د ملیشه و او اسرائیل د ځواکونو ترمنځ نښته کې ۱۶ کسان وژل شوي دي. د لبنان حزب الله او متحد یې«امل غورځنګ» او همدرانګه د «جماعت اسلامي» سازمان د اسرائیل د ځواکونو له بریدونو وروسته په مجموع کې د ۱۵ کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

مخکې تر دې د اسرائیل د مرستې او ژغورنې سازمان «مګن دیوید آدوم» د حزب الله په ډزو کې د اسرائیل په کریات شمونا ښار کې د یوه کس د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

حزب الله ویلي دي چې د دې ډلې ۴ ملیشه او ۲ مرستندویان وژل شوي دي. د امل غورځنګ هم د خپل یوه مرستندوی په ګډون د دوو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د جماعت اسلام افراطي ډلې یوه استازي هم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د اسرائیل په بریدونو کې «مرستندویان» هم وژل شوي دي.

د لبنان پر دوو کلیو د اسرائیل پوځ هوايي بريد

د المان خبري آژانس د پنجشنبې (د مارچ مياشتي ۲۸) په سهار د لبناني سرچینو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د چهارشنبې په شپه د اسرائیل جنګي الوتکو په برید کې ۹ کسان، چې پکښې د حزب الله څو ملیشه هم شامل دي، وژل شوي دي.

د دې رپوټ پر بنسټ د اسرائیل د جنګي الوتکو په بریدونو کې په طیرحرفا کلي کې پنځه کسان او د ناقوره په سرحدي ښارګوټي کې یو رسټورانټ په نخښه شوی دی چې په دې پيښه کې هم ۴ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل پوڅ په ایکس شبکه کې د هوایي بریدونو اړوند د یوې ویډیو خپرولو ترڅنګ لیکلي دي چې دغه برید د حزب الله د ترهګریزو تاسیساتو پر وړاندې وو.

خو سیمه ایزو رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د اسرائیل هوایي بریدونه د حزب الله له خوا پر کریات شمونا ښار د توغندیزو بریدونو په ځواب کې ترسره شوی دی.

حزب الله په غزه کې د جګړې له پیلیدو وروسته له لبنان سره په پوله د اسرائیل سرحدي سیمې په نخښه کوي. اټکل کیږي چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسرائیل پر خاورې د حماس ترهګريز برید وروسته په لبنان کې تر ۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي دي چې د هغو له ډلې څخه ۲۴۰ یې د حزب الله غړي دي.

د حزب الله ترهګریزې ډلې او اسرائیل ترمنځ سرحدي شخړو کې لږ تر لږه ۲۰ اسرائیلیان هم وژل شوي دي. د حزب الله ډلې هم د یمن د حوثیانو په شان اعلان کړی دی چې د غزې په تراډه کې د اوربند تر نافذیدو پورې به د اسرائیل پر شمال خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

د یمن حوثیانو هم په غزه کې د جګړې د پيلیدو سره سم په سره بحیره کې پر سوداګریزو کښتیو بریدونه پیل کړي دي. د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثیان د کروز کښتیو ضد توغندیو سره پر سوداګریزونو بیړیو حمله کوي او د دغو کښتیو د پرسونل ژوند په خطر کې اچوي.

د حوثیانو له بریدونو سره د مقابلې له پاره د امریکا په مشرۍ یو ائتلاف هم رامنځته شوی دی او په وار وار یې د حوثیانو پر اهدافو بریدونه کړي او ډرونونه یې ورويشتلي دي.

سنتکام: د حوثیانو څلور جنګي بې پيلوټه الوتکې مو را غورځولي

د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې د امریکا پوځ د قوماندې مرکز (سنتکام) وایي چې د یمن د حوثي یاغیانو څلور جنګي بې پيلوټه الوتکې یې ويشتلي دي.

سنتکام د پنجشنبې په سهار په ایکس شبکه کې ولیکل چې دغو ډرونو د سره سمندر پر فضا اراده درلودله چې د امریکا جنګي بیړۍ په نخښه کړي. د سنتکام په وینا امریکایي بیړیو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د حوثیانو پورې اړوند «المسیره» تلویزوني شبکې د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ، چې امریکایي او بریتانوي جنګي الوتکو د یمن په شمال لویدیځ صعده ولایت کې د باقم پر سیمې بریدونه کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل