1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسرائيلي ښارگوټو پر سر د نړيوالو او امريکا د نظر اختلاف

۱۳۹۸ آبان ۳۰, پنجشنبه

نړیوالې ټولنې د اسرائیلو له خوا په فلسطيني اشغال شویو سیمو کې د ښارګوټو جوړونې په اړه د امریکا اوسنۍ تګلاره غندلې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ یي د دې کار مخالفت کړی دی.

https://p.dw.com/p/3TT41
Israel | Siedlungsbau
انځور: imago images/UPI Photo

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په لوی اکثریت سره په فلسطيني اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو له خوا د ودانیو جوړونې لړۍ په اړه د امریکا د وروستي دریځ مخالفت کړی دی. د منځني ختیځ له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نکولای ملادینوو وویل چې یو اړخیز اقدامات او نامطمئن وضعیت د فلسطينیانو غوسه را پاروي.

ملادینوو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د امنیت په شورا کې تر رای ګیرۍ وروسته کړي دي. د امنیت د شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۴ یي د امریکا د وروستیو اقداماتو مخالفت کړی دی.

د کور جوړونې په اړه د حکومت تګلاره د فلسطین او اسرائیل ترمنځ د شخړې مهمه موضوع ده. د نړیواله ټولنې لویه برخه په فلسطيني سیمو کې د اسرائیلو له خوا د کورونو جوړول غیرقانوني بولي. د روانې اونۍ په پيل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چې واشنګټن اوس د اسرائیلو کور جوړونه له نړیوالو قوانينو څخه سرغړونه نه ګڼي.

دا یو څرګند بدلون دی، ځکه له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د فلسطين په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلو له خوا د کور جوړونې په اړه د امریکا دریځ د نړیوالې ټولنې له دریځ سره مختلف نه وو.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر شیرته نورمن، د امنیت په شورا کې تر وروستي پرمختګ وروسته په خپله یوه وینا کې ویلي دي چې هیواد یي په منځني ختیځ کې د امنیت د ثبات له پاره ژمن دی او له نوې پالیسۍ سره دا حقیقت نه بدلیږي.

نوموړي وویل: «د امریکا حکومت د کومې آبادۍ د قانوني حیثیت په اړه دریځ نه بیانوي، او نه هم د لویدیځې غاړې په اړه مخکې له وخت څخه د وروستۍ پریکړې په باب څرګندونې کوي. دا پریکړې به د اسرائیل او فلسطين ولسونه کوي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په پيل کې نکولای ملادینوو د امریکا پر اوسنۍ پریکړه خفګان ښکاره کړ. سربیره پر دې تر غوندې مخکې بریتانیي، فرانسې، آلمان، بیلجیم او پولنډ هیوادونو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. په دې اعلامیه کې له اسرائیلو څخه غوښتل شوي وو چې سمدلاسه دې د فلسطين په اشغالي سیمو کې د کورونو جوړول بند کړي.

د امنیت په شورا کې یوازې د اسرائیلو سفیر دیني دینن، د امریکا په ملاتړ خبرې وکړې. د دینن په خبره د امریکا دا گام یوه تاریخي تیروتنه صحیح کوي. اسرائیلي سفیر دا هم وویل چې د امریکا پر پریکړې نیوکه د امنیت په لاره کې خنډ دی او له همدې امله د دواړو اړخونو ترمنځ نیغ په نیغه مذاکرات نه کیږي.

غونډې ته راغلي د فلسطين د پلاوي مشر ریاض منصور هم د امریکا دا اقدام وغنده. هغه وویل: «د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د امنیت او ثبات د امکاناتو د سبوتاژ کولو په خاطر د اسرائیلي کورجوړونې په اړه یو غیر قانوني اعلان کړی دی.»

آژانسونه/ش.ن/ب.ص

زموږ له آرشيف څخه: