1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استیضاح او تحقیقاتو په اړه د ترمپ تند ویډیوي غبرګون

۱۳۹۸ مهر ۷, یکشنبه

دونالد ترمپ په یوه ویډیوي پيغام کې د دیموکراتانو پر استازو، چې د هغه د استیضاح په اړه یي تحقیقات پیل کړي دي شدیده لفظي حمله کړې ده. هغه د اپوزیسیون استازي د امریکایي اتباعو د آزادۍ او حقونو د سلبولو په هڅې تورن کړل.

https://p.dw.com/p/3QR1s
USA Washington | Donald Trump
انځور: picture-alliance/abaca/G. Yuri

د امریکا متحده ایالاتو له دیموکرات ګوند څخه د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي په تازګۍ سره د دونالد ترمپ د استیضاح بهیر په اړه د رسمي تحقیقاتو د پيلولو امر ورکړی دی.

دغه څیړنې د روان کال د جولای میاشتې په ۲۵ نیټه له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زلنسکي سره د ترمپ د تلیفوني خبرو اترو د متن تر خپریدو وروسته په لاره اچول شوي دي.

د امریکا ولسمشر د دې تلیفوني اړیکي په ترڅ کې له زلنسکي څخه غوښتي دي چې د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې د ده د رقیب جو بایډن او د هغه د زوی، چې د یوه اوکرایني شرکت د مدیره هیئت غړی دی په اړه تحقیقات وکړي. د دیموکرات ګوند استازو دغه اقدام د ملي امنیت په خطر اچولو او کمزورې کولو په توګه ارزیابي کړی دی.

دونالد ترمپ چې په تیرو ورځو کې یي څو وارې د دغو تورونو پر وړاندې غبرګون ښکاره کړی دی، دغه تورونه بی بنسټه بللي دي. نوموړي د شنبې په ورځ (د سپټامبر میاشتې۲۸) د یوه ویډیوي پيغام په ترڅ کې د خپلو پلویانو په مخاطب کولو سره پر منتقدینو لفظي حملې کړي دي او د اوکراین ماجرا یي د «امریکا د سیاسي تاریخ تر ټولو لویه درغلي» بللې ده.

په ظاهره کې ترمپ، د اوکراین په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي کرت ولکر، تر استعفاء او د استازو د مجلس مختلفو کمیسیونونو ته د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو او د دغه وزارت د یو شمیر نورو لوړ پوړو چارواکو تر احضار وروسته، احساس کوي چې مخالف لور ته د باد الوتلو شدت زیات شوی دی او له همدې امله د خپلو پلویانو په مخاطب کولو سره کوښښ کوي هغوي خپل ملاتړ ته وهڅوي.

د «رویټرز خبري آژانس» د نانسي پلوسي په حواله د دونالد ترمپ د استیضاح عملي کیدو ته د هرکلي پر لور د عمومي افکارو له اوښتو څخه خبر وکړی دی.

«غواړي زما مخه ونیسي، ځکه چې زه ستاسې له پاره مبارزه کوم»

دونالد ترمپ په هغه ویډیوي پيغام کې چې په تویتر کې خپور شوی دی ادعا کړې ده چې د دیموکرات ګوند د استازو انګیزه، چې د استیضاح د بهیر په اړه د تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه کوي ډیره ښکاره ده: «دوی غواړي زما مخه ونیسي، ځکه چې زه ستاسې له پاره مبارزه کوم، خو زه به هیڅ کله داسې کار ته اجازه ور نه کړم.»

ترمپ د دیموکرات ګوند استازي تورن کړل چې هدف یي د امریکایي اتباعو د ازادۍ سلبول دي او ټینګار یي وکړ چې مونږ باید هیڅ کله داسې کار ته اجازه ور نه کړو. ترمپ وایي اوس د بل هر وخت په پرتله د هیواد د برخلیک مسئله مطرح ده.

د اپوزیسیون استازي پر ترمپ تور لګوي چې له خپل واک او موقف څخه یي ناوړه استفاده کړې ده، څو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل د بریالیتوب چانس زیات کړي. خو د امریکا ولسمشر بیا دغه تورونه په کلکه ردوي.

نانسي پلوسي په دې باور ده چې په تیرو ورځو کې د عمومي ذهنیت موافقه د دونالد ترمپ له استیضاح سره پراخه شوې ده. په داسې یو وضعیت کې د دې احتمال هم نه شي ردیدلی چې یو شمیر جمهوري غوښتونکي هم د ترمپ د استیضاح د پریکړې ملاتړ وکړي.

Sn-Nsml/nob (dpa, afp, rtr)