1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د استرالیا پولیسو تصادفي د میلیونو ډالرو نشه يي توکي نیولي

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

په آسترالیا کې د یوه موټر د تلاشۍ پرمهال د متافیتامین په نامه شاوخوا ۲۷۳ کلیوګرامه مخدره توکي نیول شوي دي چې د سړک پر سر خرڅلاو ارزښت یې شاوخوا۲۰۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي.

https://p.dw.com/p/3McT5
Australien Sydney | Mit Drogen beladenes Fahrzeug rammt Polizeiauto
انځور: picture-alliance/AP Photo/NSW Police

د آسترالیا د سیډني پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې یو کس چې په موټر کي يې ۲۷۳کیلوګرامه میتا فیتامین بار ول، د پولیسو د ګزمې له دوو موټرو سره تر ټکر وروسته نیول شوی دی. د معلوماتو له مخې تر ټکر وروسته د نیول شوو مخدره توکو ارزښت که چیرته د سړک پر غاړه وپلورل شي شاوخوا ۲۰۰ میلیونه آسترالیایي ډالرو (شاوخوا ۱۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو) ته رسیږي.

د سیډني د پولیسو ویاند ګلین بیکر، همدا راز وویل چې تر اوسه پورې یې په دومره آسانه توګه دغه اندازه نشيي توکي نه وو نیولي او دا چې د آسترالیا په نیو ساوت ویلز ایالت کې دغه پیښه بې سارې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «په پوره ډاډ سره ویلی شو چې دغه کس [موټر چلوونکي] ډیره بده طالع درلوده. تر اوسه پورې چا داسې څه نه وو اوریدلي چې له دومره ډیرو نشيي توکو ډک یو موټر دې د پولیسو له موټر سره ټکر وکړي او دا چې دغه یوې بې سارې پیښه وه.»

د پولیسو له موټر سره تر ټکر وروسته، امنیتي چارواکو دغه موټر د یوه ساعت په موده کې مشخص کړ او بیا یې توقف کړ. دغه پیښه د امنیتي کامرو په واسطه ثبت شوې هم ده.

د یاد موټر چلوونکی یو ۲۸ کلن شخص دی چې د ډیرې اندازې نشيي توکو د قاچاق او د موټر چلونې پرمهال د نه پاملرنې په تور نیول شوی دی.

په آسترالیا کې په کلني ډول ۹ اعشاریه ۶ ټنه میتا فیتامین نشيي توکي کارول کیږي او په دې ترتیب دغه مخدره مواد تر چرسو وروسته دوهم ډیر کارېدونکي نشه يي مواد شمیرل کیږي.

د روغتیا په چارو کې د آسترالیا د حکومت د رسمي شمیرو له مخې، شاوخوا ۶ اعشاریه ۳ سلنه هغه آسترالیایانو چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو لوړ دي، په خپل ژوند کې یې یو ځل یا څو ځله دغه مخدره توکي چې معتاد کوونکی خاصیت هم لري، کارولي دي. د یاد شمیرو له مخې ۱،۴ سلنه دغو خلکو د تیرکال په موده کې دغه نشه يي توکي کارولي دي.

(K.H/N.Z(AP,dpa