استرالیا کې پر یهودي ټولنې برید سخته مرګ ژوبله اړولې ده
۱۴۰۴ آذر ۲۳, یکشنبه
د استرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي دغه برید یو «یهود دښمنه شیطاني اقدام» بللی دی.
البانیزې د یکشنبې په ورځ وویل چې د بوندي په ساحل کې پراخې ډزې «له درک څخه لیري» وې او هغه «اتلان» یې وستایل چې لاس په کار شوي ول: «مونږ نن شاهدان و چې استرالیایانو له نورو سره د مرستې په خاطر د خطر پر لور منډې وهلې. دغه استرالیایان اتلان دي او د دوی زړورتوب د نورو ژوند ژغورلی دی.»
د نیو ساوت ولز لومړي زویر کریس مینز هم وویل: «د سندي په بونډي ساحل کې ډله ایزې ډزې د حنوکا اختر په لومړۍ ورځ په سیډني کې د یهودانو د ټولنې د په نښه کولو له پاره پلان شوې وې.»
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «هغه څه چې باید د آرمتیا او خوښۍ ډکه شپه وای او په هغې کې ټولنې له کورنیو سره جشن لمانځلی وای، د دې شیطاني او وحشتناک برید له امله داسې ونه شول.»
اړوند مطالب: پر کنیسه د برید طرحه؛ جرمني د ایران سفارت شارژدافیر احضار کړ
مینز دا یو ترهګریز برید وباله او ویې ویل: «زمونږ زړونه د استرالیا د یهودي ټولنې سره دي.»
عیني شاهدانو ویلي چې د یکشنبې په ورځ په سلګونو کسان د حنوکا فیستیوال لمانځلو له پاره په دې مشهور ساحل کې را ټول شوي ول چې دغو وسله والو کسانو پرې برید وکړ.
پولیس وایي چې د یوه بریدګر په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي. مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې دوه برید کوونکي نیول شوي دي.
د ډزو په ځای کې په یوه موټر کې د چاودیدونکو توکو کشف کیدل
استرالیایي پولیسو دغه پيښه یو ترهګریز برید بللی دی او ویلي یې دي چې د یوه شکمن کس اړوند موټر کې د لاس په وسیله جوړ شوی بم موندل شوی دی.
د نیو ساوت ولز پولیسو کمیسار مال لانیون، د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «د نن شپې فعلي شرایطو په پام کې نیولو سره، ما دا یوه ترهګریزه پيښه اعلان کړه.»
لانیون وویل :«مونږ د لاس په وسیله جوړ شوی بم په هغه موټر کې موندلی دی چې د وژل شوي مجرم پورې تعلق لري.»
تر اوسه پورې روښانه شوې نه ده چې دغه برید د کوم سازمان له خوا ترسره شوی او نه هم کومې ډلې په رسمي ډول د دې برید مسئولیت منلی دی.
د استرالیا د مسلمانانو شورا دغه برید غندلی دی
د استرالیایي مسلمانانو یو لوی سازمان دغه خونړی برید غندلی دی. د استرالیایي امامانو ملي شورا په یوه اعلامیه کې دغه برید «وحشتناکه» بللی دی او ویلې یې دي چې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو او ټولو اغیزمنو شوو کسانو سره یې غمرازي کړې ده او ورته دعا کوي.
شورا ویلي دي چې د ډزو دغه پيښه ډیره خواشینوونکې وه او له استرالیایانو څخه یې غوښتي دي چې یو د بل ترڅنګ او یو موټی پاتې شي.
دغې شورا ویلي: «دا د ټولو استرالیایانو، له دې ډلې د استرالیایي مسلمانانو ټولنې له پاره هغه شیبه ده چې په اتحاد، مهربانۍ او پيوستون کې یو د بل په څنګ کې ودریږي.»