افغان مهاجر پر خپل نوي رستورانت د «افغان دوستۍ» نوم ايښی
۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه۴۴ کلن علي چې د درو ماشومانو پلار دی، په استراليا کې د هغو ميشتو مهاجرو او پناه غوښتونکو له ډلې څخه يو دی چې د سيدني او يا هم د ملبورن په شان د استراليا په ځلانده ښارونو کې يې د خوښيو ډک ژوند د لرلو هيلې لري. علي اوس د استراليا په يو لرې پروت ښارګوټي ګريفت کې ژوند کوي او په همدغه ځای کې يې هوټل جوړ کړی دی.
دا په ګريفت ښارګوټي کې يوازينی افغان رستورانت دی چې جوړ شوی دی. ګريفت د سيدني په لويديځ کې پروت دی چې په موټر کې ورته له سيدنې څخه غځېدلې لاره شپږ ساعته وخت نيسي.
علي په داسې حال کې چې په پخلي باندې بوخت وو د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه له ټولو ملګرو، په ځانګړې توګه له افغانانو غواړم چې ګريفت ته راشي، ځکه دلته فضا ډيره دوستانه ده.» هغه د خپلو خبرو پر مهال وويل چې کورنۍ يې لا اوس هم په افغانستان کې اوسيږي او له همدې امله غواړي چې کورنی نوم يې خپور نه شي.
هغه وايي: «موږ دغه راز کولای شو ځان ته يو کار هم پيدا کړو، ځکه دلته نفوس ډير زيات نه دی.»
استراليا په کال کې شاوخوا ۱۴ زره مهاجر مني. د دې تر څنګ په يوه استثنايي مورد کې اضافي پناه غوښتونکو ته هم اجازه ورکوي، د بيلګې په توګه د يوې وروستۍ طرحې له مخې، ۱۲ زرو سوريايي او عراقي پناه غوښتونکو ته اجازه ورکول شوه چې دغه هېواد ته داخل شي.
په کښتيو کې استراليا ته د رسيدلو مهاجرو پر وړاندې سخت سیاست او د تعصب او توکم پالنې د پيښو لوړ ميزان، استراليا د مهاجرو په اذهانو کې د سخت دريځۍ او نه کوربتوبوالي له امله مشهوره کړې ده.
استراليا د خپل مهاجرت سياست له مخې، هغه کسان چې غواړي په کښتيو کې په غيرقانوني توګه دغه هيواد ته ځانونه ورسوي، په سمندر کې تر بېرته ګرځولو وروسته د نوې پاپوا ګينې لرو پرتو ټاپوګانو ته استوي. په دغو ټاپوګانو کې پرتو د مهاجرو د توقيف ځايونو د ناوړه بشري وضعيت په اړه په کراتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: