1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مهاجر پر خپل نوي رستورانت د «افغان دوستۍ» نوم ايښی

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

په استراليا کې يوه افغان مهاجر پر خپل نوي ريستورانت، د «افغان دوستۍ» نوم ايښی دی. علي وايي پنځه کاله مخکې کله چې د ګريفت ښارګوټي ته راغی د خلکو له تود هرکلي سره مخ شو او دغه نوم يې د هماغه هرکلي په احترام ايښی دی.

https://p.dw.com/p/38S6H
Ian UGC Tschelo Kabab
انځور: Danial Mashreghi

۴۴ کلن علي چې د درو ماشومانو پلار دی، په استراليا کې د هغو ميشتو مهاجرو او پناه غوښتونکو له ډلې څخه يو دی چې د سيدني او يا هم د ملبورن په شان د استراليا په ځلانده ښارونو کې يې د خوښيو ډک ژوند د لرلو هيلې لري. علي اوس د استراليا په يو لرې پروت ښارګوټي ګريفت کې ژوند کوي او په همدغه ځای کې يې هوټل جوړ کړی دی.

دا په ګريفت ښارګوټي کې يوازينی افغان رستورانت دی چې جوړ شوی دی. ګريفت د سيدني په لويديځ کې پروت دی چې په موټر کې ورته له سيدنې څخه غځېدلې لاره شپږ ساعته وخت نيسي.

علي په داسې حال کې چې په پخلي باندې بوخت وو د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «زه له ټولو ملګرو، په ځانګړې توګه له افغانانو غواړم چې ګريفت ته راشي، ځکه دلته فضا ډيره دوستانه ده.» هغه د خپلو خبرو پر مهال وويل چې کورنۍ يې لا اوس هم په افغانستان کې اوسيږي او له همدې امله غواړي چې کورنی نوم يې خپور نه شي.

Bilder Iranische Küche
د علي «افغان دوستي» لومړنی افغان رستورانت دی چې په ګريفت کې جوړ شویانځور: Ashpazbashi

هغه وايي: «موږ دغه راز کولای شو ځان ته يو کار هم پيدا کړو، ځکه دلته نفوس ډير زيات نه دی.» 

استراليا په کال کې شاوخوا ۱۴ زره مهاجر مني. د دې تر څنګ په يوه استثنايي مورد کې اضافي پناه غوښتونکو ته هم اجازه ورکوي، د بيلګې په توګه د يوې وروستۍ طرحې له مخې، ۱۲ زرو سوريايي او عراقي پناه غوښتونکو ته اجازه ورکول شوه چې دغه هېواد ته داخل شي.

په کښتيو کې استراليا ته د رسيدلو مهاجرو پر وړاندې سخت سیاست او د تعصب او توکم پالنې د پيښو لوړ ميزان، استراليا د مهاجرو په اذهانو کې د سخت دريځۍ او نه کوربتوبوالي له امله مشهوره کړې ده.

استراليا د خپل مهاجرت سياست له مخې، هغه کسان چې غواړي په کښتيو کې په غيرقانوني توګه دغه هيواد ته ځانونه ورسوي، په سمندر کې تر بېرته ګرځولو وروسته د نوې پاپوا ګينې لرو پرتو ټاپوګانو ته استوي. په دغو ټاپوګانو کې پرتو د مهاجرو د توقيف ځايونو د ناوړه بشري وضعيت په اړه په کراتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: