1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د بن لادن په موندنه کې مرسته کوونکی ډاکټر ښايي آزاد شي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۹, یکشنبه

هغه پاکستانی ډاکټر چې د امریکا استخباراتي ادارې سره یې د اسامه بن لادن په موندلو او بلاخره په وژلو کې مرستې کړې وه، له زندان څخه انتقال کړل شوی دی. د هغه وکیل ویلي چې دغه څه به ښايي د هغه د آزادیدو دلیل وي.

https://p.dw.com/p/2wsJG
Pakistan Gericht in Peschawar ordnet Stopp der US-Drohnenangriffe an
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستاني چارواکو په حواله، پاکستانی ډاکټر شکیل افريدي چې ویل کیږي د «ډي. ان. اې» د نمونې له لارې یې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په موندلو او بلاخره د امریکا په لاس د هغه په وژلو کې یې مرسته کړې وه، په پیښور کې له زندان څخه اسلام آباد ته څیرمه یوې سیمې ته انتقال شوی دی.

د خیبر پختونخوا له پيښور ښار څخه یوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې شکیل افریدي پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د اډیلا زندان ته انتقال شوی دی. د دې سرچینې د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې د هغه د انتقال دلیل څرګند نه دی، خو په سادګی سره ویلی شو چې امنیتي مسائل به د هغه د انتقال اصلي سبب وي.

پر شکیل افریدي تور دی چې د اسامه بن لادن له کورنۍ څخه یې د «ډي. ان. اې» نمونې راټولې کړي او هغه یې د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي ادارې یا «سي. آی. اې» ته سپارلي؛ داسې موضوع چې په ۲۰۱۱م کال کې د دې سبب شوی چې پاکستان په ایبټ آباد کې د امریکا په وینا د شپې لخوا د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یو لړ پوځي عملیاتو کې اسامه بن لادن ووژل شي. پاکستان امریکا له لوري په خپله خاروه کې دغه پوځي عملیات د خپلې خاورې د ځمکنی بشپړتیا ماتول یاد کړي وو.

Pakistan Arzt Shakil Afridi
د اسامه بن لادن په موندنه کې مرسته کوونکی ډاکټر شکیل افریدی د پاکستان له لوري زندان ته اچول شویانځور: dapd

د بن لادن د موندنې په بدل کې انعام او د پاکستان له لوري زندان ته اچوونه

هغه مهال د امریکا متحده ایالاتو حکومت اعلان کړی وو چې هر هغه معلومات چې د اسامه بن لادن په موندلو او وژلو کې مرسته وکړي، ستره نغدي جایزه به ورته په پام کې وه. پر بن لادن باندې تور پورې شوی وو چې پر امریکا متحده ایالاتو باندې یې د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ مې نیټې ترهګریز برید پلان کړی وو. د امریکا پر نړیوال سوداګریز مرکز باندې د برید په پایله کې نږدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د اسامه بن لادن تر وژل کیدو څو ورځې وروسته، پاکستاني پوځیانو ډاکټر شکیل افريدي د خیانت او له ترهګرو سره د مرستې په تور توقیف کړ. د اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني چارواکو له لوري د شکیل افریدي توقیف کیدو، د امریکا او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو هم سیوری اچولی دی. متحده ایالاتو پر پاکستان تور پورې کړی چې دغه هیواد په خپله خاوره کې د هغو یاغیانو ساتنه کوي چې په افغانستان کې پر افغان او د ناټو ماموریت پر ځواکونو بریدونه ترسره کوي. له همدې امله متحده ایالاتو پر پاکستان باندې خپلې څو میلیونه ډالري پوځي او ملکي مرستې بندې کړې.

د شکیل افریدي مدافع وکیل عمر ندیم هم د پیښور له زندان څخه د خپل موکل انتقالول تائیدوي خو وايي چې دا لا معلومه نه ده چې هغه چیرته وړل شوی دی. عمر ندیم د رویترز خبري آژانس ته وویل چې په لومړي سر کې شکیل افريدي په ۲۳ کاله بند محکوم کړل شو خو د محکمې په وروستي حکم سره د هغه د زندان موده ۷ کلونو ته راټیټه کړل شوې. د ندیم په خبره افریدي د خپل زندان دغه موده لا له وړاندې نه تیره کړې ده. د هغه په وینا له همدې کبله زه فکر کوم چې هغه به ډیر ژر آزاد کړل شي.

زموږ له آرشیف څخه: