1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسامه بن لادن پخوانی ساتونکی له آلمان څخه اخراجیږي

۱۳۹۷ تیر ۵, سه‌شنبه

د اسامه بن لادن یو پخوانی ساتونکی په آلمان کې نیول شوی دی.هغه له ډیرې مودې راهیسې د آلمان په نورد راین وستفالن ایالت کې ژوند کوي. ټاکل شوی ده چې دغه کس به ډیر ژر له آلمان څخه اخراج شي.

https://p.dw.com/p/30IGY
Screenshot | Sami A. - mutmaßlicher Leibwächter Osama bin Ladens
انځور: Youtube/spiegeltv

سامي آ، چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن شخصي ساتونکی وو له ۲۰۰۵ کال راهیسې د آلمان په بوخم ښار کې اوسیږي. آلماني ادارې تر اوسه پورې هغه ته د یوه خطرناک کس په سترګه ګوري، خو هغه باید اوس له آلمان څخه اخراج شي.

د بوخم د ښاروالۍ ویاند وویل چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادراې (Bamf) له یوې پریکړې سره سم د سامي آ، د اخراج په برخه کې قانوني خنډونه لیري کړای شوي دي. د بوخم پولیسو د دوشنبې په ورځ سامي آ. هغه وخت ونیوه چې نوموړی د ورځني معمول پر اساس خپل استوګنځای ته نږدې د پولیسو مرکز ته ورغلی وو. نوموړی باید په ورځ کې یو وار د پولیسو ماموریت ته حاضر شي.

د «بیلډ» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې له د دغې پریکړې سره اوس د سامي آ. اخراج ممکن شوی دی. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د دغه ۴۲ کلن تونسې تبع د اخراج له پاره چمتوالی نیول کیږي. د آلمان خبري اژانس د رپوټ په حواله نوموړی د دوشنبې په ورځ د اخراج توقیفخانې ته استول شوی دی. د یوې اعلامیې له مخې د آلمان د نورد راین وستفالن ایالت د مهاجرو چارو وزیز یواخیم ستمپ، ویلي: «موږ به خپل ټول توان په کار واچوو چې ژر تر ژره هغه خپل هیواد ته واستوو».

سامي آ. چې د ۲۰۰۵ کال راهیسې په بوخم کې ژوند کوي ښځه او ماشومان هم لري. د اپریل په میاشت کې هغه د نورد راین وستفالن ایالت د کورنیو چارو وزارت له خوا د نوموړی د ترهګریز شالید له کبله د خطرناک کس په توګه طبقه بندی شوی وو.

د هغه اخراج د ۲۰۱۷ م کال د اپریل میاشتې راهیسې د مونسټر د سترې محکمې د مخالفت او یوې پریکړې پر اساس ځنډول شوی وو. د دغې پریکړې پر اساس نوموړی کس خپل هیواد تونس ته د بیرته ستنیدو په صورت کې «په ډیر احتمال سره کیدای شي له شکنجې او غیر انساني چلن» سره مخامخ شي.

خو د آلمان د کورنیو چارو وزیر ټنګار وکړ چې د سامي آ، د اخراجو په برخه کې پر خپلې ادارې کلک ولاړ دی.

د ګلزن کیرشن، د ادارې محکمې د پخوانیو معلوماتو پر بنسټ د سامي آ کورنۍ آلماني تابعیت لري. د ډیرو کلونو راهیسې نوموړی کس باید هره ورځ د پولیسو مرکز ته حاضر شوی وای. هغه د مهاجرت له پاره د ټولنیزو مرستو په چوکاټ کې پيسې یا دولتي مرستې ترلاسه کوي.

د ۲۰۱۵ م کال په می میاشت کې د اداري محکمې د پریکړې په اساس سامي د ۱۹۹۹ کال په پای او د ۲۰۰۰ م کال په پیل کې د القاعده ترهګرې شبکې ملاتړ کړی دی. ویل کیږي چې هغه په افغانسان کې د القاعده شبکې په یوه رونیز مرکز کې پوځي روزنه لیدلې وه او د یو څه وخت له پاره د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن شخصي بادیګارد پاتې شوی دی.