1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

د اريتريا پلامېنه آسمره بېلابېلو چاودنو لړزولې ده

۱۳۹۹ آذر ۹, یکشنبه

د اريتريا په پلازمېنه آسمره کې د متحده آيالاتو د سفارت په حواله چاودنې شوې دي. د معلوماتو له مخې يې شپږو چاودنو دغه ښار د شنبې په ماښام لړزولی دی. امریکا بیا په دې هیواد کې خپلو اتباعو ته خبرداری هم ورکړی.

https://p.dw.com/p/3lyfz
21.01.2013 Karte Eritrea Asmara eng

د امريکا د متحده آيالاتو سفارت په اريتريا کې مېشتو خپلو اتباعو باندې غږ کړی دی چې په خپلو کورونو کې دې پاتې شي.‌ متحده ایالاتو په سیمه کې خپلو اتباعو ته د احتیاط سپارښتنه کړې او ویلي دي چې په ګاونډي هېواد اتيوپيا کې د تيګرای په سيمه کې د روانې شخړې له کبله دې هغوی په عمومي ډول احتياط وکړي.

د چاودنو لامل تر اوسه لا معلوم شوی نه دی. خو د تيګرای د آزادولو ولسي جبهې (TPLF) د تيګرای د روانې شخړې پر مهال تر دې مخکې لا د اريتريا په لور توغندي ويشتلي وو.‌ توجيه يې دا وه چې د آسمره له هوايي‌ ډګر څخه ګنې پر دغې جبهې باندې هوايي بريدونه تر سره کيږی.

د اتيوپيا حکومت د نومبر په پيل کې د TPLF په وړاندې تعرضي عمليات پيل کړي ول. د TPLF ډله د اتيوپيا په شمال کې د تيګرای سيمه کنترولوي.

Äthiopien Soldat an der Grenze zu Eritrea
انځور: Getty Images/AFP/M. Longari

د شنبې په ورځ د اتيوپيا صدراعظم ابي احمد، د تيګرای د مرکز مېکېلې د نيول کېدو اعلان کړی وو او ويلي يې وو چې عمليات يې پای ته رسېدلي دي. ‌خو د TPLF ډلې دغې خبرې ته غبرګون نه و ښودلی.‌ د شخړې لامل د تيګرای د سيمې او د اتيوپيا د مرکزي حکومت تر منځ‌ زياتېدونکې ترينګلتيا ده.

د TPLF ډلې په اتيوپيا کې ۲۵ کاله تسلط لاره تر څو چې ابي په ۲۰۱۸ کال کې قدرت ته ورسېد او TPLF ډله يې حاشيې ته کړه. ډېر خلک اوس په تيګرای کې د اتيوپيا مرکزي حکومت خپل اصلي استازی نه بولي او خپلواکمني غواړي. اتيوپيا څه باندې ۱۱۲ ميليونه وګړي او ډېر بېل توکمونه لري چې توکميز يا نژادي اختلافات د ابي د واکمنۍ راهيسې زيات شوي دي.