1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ا.ا. غړي د روسېې د نفتو پر تحریمولو توافق ته ونه رسیدل

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۳, سه‌شنبه

آلمان د لومړنیو شکونو تر رفع کیدو وروسته اعلان وکړ چې غواړي د روسېې پر ضد د اروپايي اتحادېې د نفتي تحریمونو ملاتړ وکړي. هنګري ويلي د روسېې د انرژي تحریم به وېتو کړي. ځینو غړو د سوند موادو بېې د لوړيدو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/4AkZz
Belgien EU Energieminister in Brüssel
انځور: John Thys/AFP/Getty Images

د اروپايي اتحاديې د انرژي وزیرانو په ځانګړې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ (د می دوهمه) په بروکسل کې ترسره شوه، اروپايي هیوادونو ونه شو کړای د روسېې پر ضد د تحریمونو پر شپږمې بستې توافق ته ورسیږي. د انرژۍ له پاره د اروپايي اتحادېې کمشنر، کادري سیمسون، په خپلو خبرو کې د «اروپا د انرژي حوزې له پاره د کليدي شېبې» څخه يادونه وکړه.

د اروپايي اتحادیې کميسیون په نظر کې لري چې د سه شنبې په ورځ په شتراسبورګ کې په خپله غونډه کې د مسکو پر ضد نوي تحریمونه تصویب ته ورسوي. د سیمسون په خبره، د دغو تحریمونو جزئيات به د اروپايي اتحادېې د کميسیون مشره، اورزولا فون دیر لاین اعلان کړي.

د آلمان د اقتصاد وزیر، روبرت هابک، د دوشنبې ورځې په غونډه کې د هنګري په څیر له هغو اروپايي هیوادونو څخه چې په دې برخه کې زړه نا زړه دي، وغوښتل چې فوراً د روسېې د نفتو واردات متوقف کړي. هغه وويل چې اوکراین سره پیوستون د دې مستلزم ده چې روسېې څخه د فوسیلي موادو واردات «په سرعت او په شدت سره کم شي.»

هنګري له روسېې څخه د نفتو د وارداتو له ممنوعیت سره مخالف دی او اعلان ېې کړی چې دغه تصمیم به وېتو کړي. د اروپايي ديپلوماټانو په خبره، د هنګري صدراعظم، ويکتور اوربان چې شاوخوا یوه میاشت مخکې بيا د صدراعظمۍ څوکۍ ته انتخاب شو، په پام کې لري چې د اروپايي اتحادېې په سرمشریزه کې چې د می میاشتې په وروستیو کې ترسره کیږي، پر دغې موضوع بحث وکړي. د اروپايي اتحادېې د تحریمونو د اجرایي کیدو له پاره د دغې اتحادېې د ټولو غړو مثبتو رایو ته اړتیا لري.

په مقابل کې پولند بيا اروپايي اتحادېې ته د روسي نفتو د وراداتو د فوري ممنوعیت غوښتونکی شو. د پولند د چاپيریال ساتنې وزيرې، آنا مسکوا، په بروکسل کې د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې «اوس د نفتو د تحریم وخت رسیدلی دی.» مسکوا د مسکو پر ضد د تحریمونو په دوهم ګام کې د دغه هیواد د ګازو د وارداتو متوقف کیدل وښودل.

پولند د روسېې د انرژۍ د تحریم په برخه کې د اوکراین لومړنی متحد ګڼل کيږي.

د اروپايي اتحادېې ډيرو هیوادونو د روسېې د ګاز او نفتو د تحریمونو په تړاو د سختو عواقبو خبرداری ورکوي. هسپانيا، پرتګال، ایټالیا او یونان ټینګار کوي چې اروپايي اتحاديه دې د روسېې د نفتو د بدیلونو د موندلو له پاره، د ګذار یوه اوږده موده په نظر کې ونیسي.

د آلمان د اقتصاد وزير، د اروپايي اتحادېې په غونډه کې ټينګار وکړ چې د روسېې له انرژي سره د وابستګۍ قطع کول، د هیوادونو اقتصاد ته به له پایلو پرته نه وي. د هابک په خبره دغه ډول یو اقدام، د «تورم د لوړيدو، د سوند موادو د بیو د لوړیدو او پر اقتصاد باندې د فشار په معنی» ده. هابک وړاندې په برلین کې ويلي وو چې د آلمان له پاره به د یو ځواکمن اقتصادي هیواد په توګه د روسېې نفتي تحريم د «تحمل وړ» وي.

د آلمان حکومت وايي چې تر اوسه په دې بریالی شوی چې د روسېې نفت او ګازو سره خپله وابستګۍ د پام وړ تر حده پورې راکمه کړي. د هابک په خبره، د جنګ د پيل تر مخه پورې، آلمان خپل د اړتيا وړ ۳۵ سلنه نفت روسېې څخه واردول چې دغه کچه اوس ۱۲ سلنې ته راښکته شوې ده.

د بروکسل د دوشنبې ورځ غونډه، د فرانسې په وړاندیز او پولند او بلغاریا باندې د روسېې له خوا د ګازو د صادراتو د توقف په غبرګون کې جوړه شوې وه. د روسېې نیمه حکومتي شرکت، ګازپروم، بلغاریا او پولند ته د ګازو صادرات د چهارشنبې په سهار د اپريل ۲۷مه قطع کړ.

پولند د ګازپروم دغه تصمیم د دوو هیوادونو تر منځ د قرارداد نقضول وښودل. فرانسه دا وخت د اروپايي اتحاديې د شورا دوره يې مشري په غاړه لري.

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتين د ګازو په بدل کې د روبل ورکړې خبره کړې ده. د انرژۍ په حوزه کې د اروپايي اتحادې کمیشنر، کادري سیمسون، زیاته کړه چې د پوتين له دغه اجبار څخه هدف د اروپايي اتحادېې هیوادونو ترمنځ «درز» رامنځته کیدل دی. د روسېې ولسمشر د مارچ میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې روسیه غواړي «غیر دوست هیوادونو» د هغې له ډلې اروپا ته د ګازو د صادراتو د تسوېې حساب بڼې ته تغییر ورکړي. پوتين ويلي وو چې په آينده کې بايد پورونه په روبل پرې شي.

د اروپايي اتحادېې د بهرنیو چارو وزيران د روان لمريز کال د وري يا حمل میاشتې په وروستیو، د لوکزامبورګ په یوه غونډه کې د روسېې د نفتو د تحریم په اړه توافق ته نه رسیدلي نه وو.

دویچه ویله ف/م.ک.ص./ب.ص.