1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اروپايي اتحادیې پر پولو د سختو امنیتو تدابیرو غوښتنه

۱۳۹۴ دی ۶, یکشنبه

له هغې وروسته چې په رپوټونو کې وویل شول چې اسلامي دولت جعلي سوریایي پاسپورتونو ته لاسرسی پیدا کړی نو د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ورځ (د دسامبر ۲۶مه نیټه) وویل چې اروپا باید پر خپلو پولو امنیتي تدابیر زیات کړي.

https://p.dw.com/p/1HUGG
Kroatien Slowenien Deutschland Frontex Polizei
انځور: picture-alliance/Pixsell/G. Stanzl

سږ کال له یو میلیون څخه ډیر مهاجر چې ډیری یې په منځني ختیځ کې له تاوتریخوالي څخه په تیښته کې دي، آلمان ته رسیدلي دي. په پاریس کې د تیرې میاشتې تر ترهګرو بریدونو وروسته په دې اړه اندیښنې هم ډیرې شوي دي چې کیدای شي ترهګر د مهاجرو تر نامه لاندې ځان اروپا ته ورساوي.

د سه شنبې په ورځ (د دسامبر ۲۴مه نیټه) د آلمان رسنیو په رپوټ کې راغلي ول چې د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر يوآخيم هېرمان ویلي دي چې په آلمان کې جعلي پاسپورت لرونکي مهاجر لادرکه شوي دي او شک کیږي چې دا کسان له اسلامي دولت سره اړیکه ولري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر وايي چې مهاجرو ته باید د ترهګرو ډلو سره اړیکه ورنکړو او پر دې هم ټینګار کوي چې ډیر شمیر ترهګر له اروپا څخه دي.

د فونکه میدیا ګروپ له ورځپاڼو سره په خبرو کې شتاینمایر وویل: «په هر حالت کې، د دې موضوع په نظر کې نه نیولو سره بیا هم دا مهمه ده چې موږ یو ځل بیا پر خپلو پولو تدابیر ډیر کړو او پر دې پوه شو چې څوک اروپا ته راننوځي او څوک بهر وځي.»

Europa Tschechien Drahonice Migranten Flüchtlinge Internierung VARIANTE
انځور: picture-alliance/dpa/L. Zavoral

هغه زیاته کړه چې د فرونتکس یا د اروپايي ټولنې د پولو ساتونکې ادارې د صلاحیتونو د ډیرولو له پاره د اروپایي کمیسون څخه غوښتنه او همداراز د مهاجرو د راتګ د تنظیم له پاره له ترکیې سره هوکړه لیک د پولو د ښه کنترول له پاره مهم ګامونه دي.

د رواني میاشتې (دسامبر) په پیل کې اروپایې ټولنې دا پریکړه وکړه چې د پولو پر محافظت لګښت درې برابره ډیر کړي او د مهاجرت د کړکیچ د تنظیم له پاره ۱۵۰۰نفري د چټک غبرګون نوی ځواکونه تیار کړي.

د بایرن ایالت پر خپلو پولو د تدابیرو غوښتونکی دی

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر يوآخيم هېرمان وایي دا ایالت باید دا امکانات ولري چې په خپلواکي سره د خپلو پولو امنیت ونیسي.
يوآخيم هېرمان، د آلمان د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر، وویل چې دا ایالت باید له خپلو پولو ساتنه وکړي ځکه په زرونه مهاجر اوس هم د دې ایالت له لاري آلمان ته ننوځي.

هېرمان د «ویلت ام زونتاګ» اونیزې سره په خبرو کې زياته کړې چي د آلمان فډرال حکومت د پولو ساتونکو د شمېر د کمښت له کبله د مهاجرو د کړکیچ په کابو کولو کې پاته راغلی دی. نوموړي ويلي: «د همدې لامل له کبله باید د بایرن ايالتي حکومت ساحوي پولې خپله وساتي.»

Joachim Herrmann CSU Bayern
انځور: picture-alliance/dpa/D.Ebener

د هیرمان په وینا هره ورځ شاوخوا څلور زره مهاجر د دې ایالت له پولو څخه تیریږي. هغه وايي چې فدرالي حکومت باید د بایرن له ایالتي حکومت سره یو ځای کار وکړي تر څو دا شمیره ۱۰۰۰کسانو ته راټیټه شي.

هغه وايي: «موږ د دې توانايي لرو چې په ۲۰۱۶کال کې ۳۵۰زره کسان ادغام کړو او هغوی ته استوګنځاې برابر کړو. خو یو میلیون کسانو ته نه.»