1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د اروپا پر سرحدونو له ماشوم مهاجرو سره تاوتريخوالی»

۱۳۹۷ دی ۴, سه‌شنبه

د «سيف دي چلدرن» سازمان د نوي راپور له مخي د اروپايي اتحاديې پر باندنيو سرحدونو له ماشوم پناه غوښتونکو سره تاوتريخوالی زيات سوی دی.

https://p.dw.com/p/3AcKp
Kinder Gewalt Symbolbild
انځور: Imago/Imagebroker

دا چي د اروپايي ټولني پر سحدونو باندي له مهاجر ماشومانو سره څه کيږي؟ د آلمان د سيف دي چلدرن سازمان د کډوالو او مهاجرو د حقوقي چارو مسئولي مايکه ريباؤ دويچه ويله ته وويل: «موږ سږکال پر همدغي موضوع تمرکز کړی. په بلګراد کي موږ له خپل يوه همکار سازمان سره په گډه له ماشومانو سره مرکې وکړې او هغوی خپلي تجربې راسره شريکي کړي دي.»

د ريباؤ په وينا د ماشوم مهاجرو ورکړل سوو معلوماتو او راپورونو دوی ته ډېر تکان ورکړی دی. هغې وويل چي له ۶۳۰۰ پوښتل سوو ماشومانو څخه ۱۳۷۶ يې ورته پر سرحدونو په تاوتريخوالي سره د ردولو يا جوابولو خبره کړې ده چي د دې په خبره دغه چلن غير قانوني دی.

د سيف دي چلدرن د آلمان سازمان د حقوقي څانګې رئيسي ريباؤ وويل چي ځينو ماشومانو حتی په لوړه اندازه او شديد تاوتريخوالي د قرباني کېدو خبره ورته کړې ده. د ريباؤ په وينا له دغو ماشومان (۱۳۷۶) کسان چې له تاوتريخوالي سره مخامخ شوي، ۹۳۴ يې داسي وال چي کورنۍ يې ورسره نه وې.

ريباؤ وويل چي دغه معلومات يې په بلګراد کي له ماشوم مهاجرو څخه اخيستي دي. د هغې په وينا په زياته بيا د بالکان مسير په نوم لاره کي زيات ماشوم مهاجر له تاوتريخوالي سره مخامخ سوي، خو په نورو هيوادونو لکه ايټاليا کي هم ماشومانو ورته د تاوتريخوالي راپورونه ورکړي دي.سيف دي چلډرن له ماشوم مهاجرو سره د تاوتريخوالي د بڼي او څرګنوالي په هکله هم معلومات ورکړي دي. په دې برخه کې ويل سوي دي چي د ماشوم مهاجرو پر وړاندي له اوښکي بهوونکي ګاز له استعمال څخه نيولې د هغوی د لوټلو او ترې د موبايلونو، پيسو او نورو شيانو تر اخيستلو پوري قضيې شاملي دي. ريباؤ وايي چي د ځينو مهاجر ماشومانو له خولې، هغوی ته سپيان خوشي سوي او په زورزياتي سره د سرحدي ساتونکو له خوا انتقال سوي دي.

Deutschland Meike Riebau
مايکه ريناؤ د بالکان مسير ستونزمن بوليانځور: Privat

ريباؤ زياته کړه چي په زياته بيا د يوه افغان ماشوم مهاجر قضيې د سيف دي چلدرن سازمان ډېر اندېښمن کړی دی. د هغې په خبره دغه هلک د کرويشيا پوليسو داسي سخت وهلی دی، چي طبي مراقبت ته اړتيا لري. د هغې په وينا دغه هلک تر اوسه نه پوهيږي چي ايا لاس يې مات سوی او که مات سوی دی نو چيري مات سوی دی؟ د ريباؤ په خبره دغه هلک ته له طبي مراقبت ورکولو څخه هم ډډه سوې ده او هغه تر اوسه د خپلي ژوبلي په څرګنوالي نه پوهيږي.

ريباؤ وايي چي د تاوتريخوالي د اکثرو قضيو مسئولين چارواکي ياد سوي دي. د هغې په وينا په هغوی کي پوليس، عسکر او هم د سرحد ساتونکي شامل دي.

د سيف دي چلدرن د کارپوهي په وينا د اروپايي اتحاديې هغه غړي هيوادونه چي د دغي اتحاديې پر باندنيو سرحدونو موقعيت لري، هغوی اکثره وخت له نورو غړو هيوادونو لکه آلمان څخه ګيله لري چي د مهاجرت په موضوع کي يې يوازي پرې ايښي دي.

د حقوقو د برخي دغه کارکوونکې ټينګار کوي چي د اروپايي اتحاديې ټول غړي هيوادونه بايد د مهاجرت د پاليسۍ او قانون په هکله همکاري او مشارکت وکړي. د هغې په وينا پر مهاجر ماشومانو د تاوتريخوالي او نورو ستونزو د هوارۍ په ترڅ کي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر منځ ملګرتيا او همږغي حتمي ده.