د اروپا ښکلو ښارونو ته د دويچه ويله د خبريالانو سفر
د دویچه ویله دوې خبریالاني توانېدلي چي په ۲۲ ورځو کي په ۱۲ ښارونو کي وگرځي. هغوی د اروپا ښکلي ښارونه لیدلي او غواړي ستاسو سره يې انځورونه شريک کړي.
دوولسمه ورځ، جرمني
د جولیا او لوییزا په نامه دغه دوې خبریالاني تر۴۰۰۰ کیلومتره واټن وهلو وروسته په ۱۲ مه ورځ بیرته خپل اصلي هدف، یعني بون ته راورسیدلې. دغه ښار چي د جرمني پخوانی پایتخت دی، پکښي د دویچه ویله مقرهم دی. دویچه ویله د راین د رود پر غاړه جوړه سوې ده.
لسمه ورځ، هالنډ
د دوی د سفر وروستئ تمځای او۱۱ مه ورځ د هالنډ پایتخت امستردام دی، چي دلته بیا خپل سفر ته د کښتیو په واسطه ادمه ورکوي.
لسمه ورځ، هالنډ
امستردام د خپلو کانالونو په خاطر ډیر مشهوره دی. هلته د ۱۰۰ کیلومتره اوږده فاصله په کښتيو کي وهل کيدلای سي. د دغو کانالونو یوه برخه د یونسکو په کلتوري میراث کي هم شامله سوې ده.
نهمه ورځ، فرانسه
نن هغوی په پاریس کي دي او د سفر نهمه ورځ یې ده. که څه هم هوا باراني ده، خو بیا یې هم هلته ډیر ښه وخت تیر سو. دوی هلته د مایا په نامه یوې المانۍ سره گوري، چي په ښار کي بلده او دوی رهنمايي کوي. خو په دغه ورځ هوا ډیره گرمه او ۴۰ درجې وه. پاریس ته د دنیا د موډ د پایتخت په سترگه هم کتل کیږي. د دغه ښار د نوتره دم کلیسا، چي څه موده مخکي یې اور اخیستی ؤ، د نړۍ تر ټولو مشهوره کلیسا ده.
اتمه ورځ، فرانسه
پروینس د فرانسې له لمره ډکه سیمه ده او د کاله ۳۰۰ ورځي پکښي لمر ځلیږي، چي نه یوازي د توریسټانو، بلکي زراعت له پاره هم ډیر ښه دی. دلته بې حده ډیره تازه سابه او میوې په مارکیټونو کي عرضه کیږي.
اوومه ورځ، فرانسه
جولیا او لوییزا اوس په اوومه ورځ د فرانسې ډیر مشهوره ښار، نیتسا ته ورسیدلې، چي د ساحل بې حده ښه غاړي لري. له ډیرو لیري ځایونو څخه خلگ دغه ښار او د هغه د ساحلونو لیدو ته ورځي.
شپږمه ورځ، ايټالیا
دلته هغوی د ایټالیا په شمال کي د چینکې تېره ښار ته رسیدلې، چي هغه هم د خپلو ساحلو له کبله ډیر مشهور دی. د دې تر څنگ هغوی د پیاده چکر وهلو له پاره هم ډیر ځایونه لري. خو پکښي هر ډول بحري خواړه هم پیدا کیږي.
پنځمه ورځ، ایټالیا
د ایټالیا د وینز ښار دومره ډیر مشهوره دی، چي له کاله ورته تر۳۰ ميلیونو پوري سيلانيان ورځي. په داسي حال کي چي خپل نفوس یې یوازي ۵۳۰۰۰ تنه دی. هغه د تنگو کانالونو او کښتیو په سبب هم شهرت لري او ډیر فلمونه هم هلته ډکیږي.
څلورمه ورځ، سلوانیا
د سلوانیا د لوبلیانا ښار چي ډیر نوی او د ۱۹۰۰ او ۱۹۰۱ کلونو په منځ کي جوړ سوی دی، اوس پکښي گرځیدل بې له یوه بس څخه ممکنه نه دی. یو قسم مار، چي وزرونه لري او ډیر خطرناکه دی، د دغه ښار سمبول دی.
دریمه ورځ، سلوانیا
هغوی په سلوانیا کي پاتیږي او د ماریبور ښار ته ځي. دغه ښار د چکر وهلو له پاره په ونو پوښلي ښایسته غرونه لري. ځیني غرونه یې حتی د هوايي ليفت په واسطه هم سره وصل سوي دي. هلته په ژمي کي د سکي وهلو ډیر ښه امکانات هم سته.
دوهمه ورځ، هنگري
د هنگري د پایتخت بوداپست پارلمان د نړۍ یو د ډیرو لویو ودانیو له جملې څخه دی. په هغه کي څلویښت ميلیونه خښتي او کاشي ډبري کار سوي دي.
اوله ورځ، د چک جمهوریت
دا چي دوی په پراگ کي یوه ورځ لره او ډیر د لیدو ځایونه لري، نو دوی گومان نه کاوه چي ډیر خوب به وکړي. لکه څنگه چي په انځور کي هم تر یوه حده پوري معلومیږي، د دغه ښار د رییلونو سټیشن ډیر ښایسته دی او جهاني شهرت لري.
د سفر پیل
له جرمني څخه پراگ ته د سفر لومړۍ ورځ په رییل گاډي کي پیليږي. هغوی ويلي چي په رییل کي هم د ډیرو هیوادونو سيلانيان ورسره ول چي هغوی هم پراگ ته سفر لاره.