د اروپا په کوم هیواد کې له واده پرته ډیر ماشومان پیدا کیږي
د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې واده خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. ځینې کسان د پیچلو قانوني کړنلارو او ځینې بیا د لوړو مصاروف له امله واده ته زړه نه ښه کوي. دغه معلومات د ستتیستا په نامه ویبپاڼې راټول کړي. جزئیات په البوم کې.
د اروپا په کوم هیواد کې له واده پرته ډیر ماشومان زیږیږي
په اروپايي هیوادونو کې زیاتره وخت خلک د قانوني پیچلتیاوو او د ګڼ شمیر نورو مواردو له امله قانوني واده ته زړه نه ښه کوي. په دې انځوریز البوم کې کتلی شي چې د اروپا په کوم هیواد کې له واده پرته ډیر ماشومان دنیا ته سترګې پرانیزي. دغه معلومات د ۲۰۱۶م کال دي او کیدای شي اوس یې شمیرې تغیر کړی وي.
۱. فرانسه: ۵۹،۷ سلنه
فرانسه د لیست په سر کې ځای لري او په اروپايي ټولنه کې هغه هیواد دی چې له واده پرته پکې ډیر ماشومان زیږیږي. په ۲۰۱۶م کال کې په دې هیواد کې د زیږیدلو ټولو ماشومانو ۵۹.۷ سلنه یې له واده پرته زیږیدلي.
۲. بلغاریا: ۵۸،۶ سلنه ماشومان
د اروپايي ټولنې په بلغاریا هیواد کې بیا د ټولو زیږیدونکو ماشومانو له ډلې څخه ۵۸،۶ سلنه ماشومان له واده پرته پیدا کیږي.
۳. سلوانیا: ۵۸،۶ سلنه
په اروپايي هیواد سلوانیا کې له ټولو زیږیدلو ماشومانو څخه ۵۸،۶ سلنه یې له واده پرته زیږیږي.
۴. استونیا: ۵۶،۱ سلنه
په استونیا کې بیا د ټولو ماشومانو څخه ۵۶،۱ سلنه ماشومان له واده پرته زیږیږي.
۵. سویډن: ۵۴،۹ سلنه
په سویډن کې بیا ۵۴،۹ سلنه ماشومان له ودونو پرته زیږیدلي دي.
۶. ډنمارک: ۵۴،۰ سلنه
په ډنمارک کې له ټولو ماشومانو څخه ۵۴ سلنه یې له ودونو پرته زیږیدلي دي.
۷. پرتګال: ۵۲،۸ سلنه
په پرتګال کې بیا دغه شمیر ۵۲،۲ سلنه دی.
۸. نیدرلند یا هالند: ۵۰،۴ سلنه
په نیدرلند یا هالند کې دغه شمیر بیا ۵۰،۴ سلنه دی.
۹. بلجیم: ۴۹ سلنه
په بلجیم کې بیا ۴۹ سلنه ماشومان له ودونو پرته زیږیږي.
۱۰. چیک جمهوریت: ۴۸،۶ سلنه
په چیک جمهوریت کې دغه شمیر بیا ۴۸،۶ سلنه دی.
۱۱. بریتانیا: ۴۷،۹ سلنه
په بریتانیا کې بیا ۴۷،۹ سلنه ماشومان له ودونو پرته زیږیږي.
۱۲. هنګري: ۴۶،۷ سلنه
په هنګري کې دغه شمیر بیا ۴۶،۷ سلنه دی.
۱۳. هسپانیا: ۴۵.۹ سلنه
په هسپانیا کې بیا ۴۵،۹ سلنه ماشومان له ودونو پرته زیږیږي.
۱۴. فنلنډ: ۴۴.۹ سلنه
په فنلنډ کې دغه شمیر بیا ۴۴.۹ سلنه دی.
۱۵. اتریش: ۴۰،۹ سلنه
په اتریش کې دغه شمیر بیا ۴۰،۹ سلنه دی.
۱۶. لاتویا: ۴۰،۷ سلنه
په لاتویا کې بیا دغه شمیر ۴۰،۷ سلنه دی.
۱۷. لوګزمبورګ: ۴۰،۲ سلنه
په لوګزمبورګ کې دغه شمیر بیا ۴۰،۲ سلنه دی.
۱۸. سلواکیا: ۳۷،۲ سلنه
په سلواکیا کې دغه شمیر بیا ۳۷،۲ سلنه دی.
۱۹. ایرلینډ: ۳۶،۶ سلنه
په آیرلنډ کې دغه شمیر بیا ۳۶،۶ سلنه دی.
۲۰. آلمان: ۳۵،۵ سلنه
په آلمان کې بیا له ټولو ماشومانو څخه ۳۵،۵ سلنه ماشومان له ودونو پرته نړۍ ته سترګې پرانیزي.
۲۱. مالتا: ۳۱،۸ سلنه
په مالتا اروپايي هیواد کې بیا ۳۱،۸ سلنه ماشومان له ودونو پرته نړۍ ته راځي.
۲۲. رومانیا: ۳۱.۳
په رومانیا کې دغه شمیر بیا ۳۱.۳ سلنه دی.
۲۳. ایټالیا: ۲۸ سلنه
په ايټالیا کې بیا له ټولو زیږیدونکو ماشومانو څخه ۲۸ سلنه یې له ودونو پرته نړۍ ته راځي.
۲۴. لیتوانیا: ۲۷،۴ سلنه
په لیتوانیا اروپايي هیواد کې بیا دغه شمیر ۲۷،۴ سلنه دی.
۲۵. پولنډ: ۲۵ سلنه
په پولنډ کې بیا له ټولو زیږیدونکو ماشومانو څخه ۲۵ سلنه یې له ودونو پرته زیږیږي.
۲۶. قبرس: ۱۹،۱ سلنه
په قبرس هیواد کې بیا دغه شمیر ۱۹،۱ سلنه دی.
۲۷، کرواشیا: ۱۸،۹ سلنه
په کرواشیا کې د داسې ماشومانو کچه چې له ودونو پرته زیږیدلي وي ۱۸،۹ سلنه ښوول شوې ده.
۲۸. یونان: ۹،۴ سلنه
په پای کې د اروپايي هیوادونو په ډله کې یونان یوازې د ۹،۴ سلنې په درلودو داسې هیواد دی چې تر ټولو پکې کم داسې ماشومانو زیږیږي چې مور او پلار یې ودونه نه وي کړي. دغه معلومات د ستتیستا «STATISTA» په نامه ویباڼې راټول کړي او پکې یوازې د ۲۰۱۶م کال شمیرو ته کتنه شوې. www.statista.com