1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا تر کمونیزم ۳۰ کاله وروسته؛ خلک څه نظر لري؟

۱۳۹۸ مهر ۲۴, چهارشنبه

په اروپا کې کمونیستي سیستم ۳۰ کاله مخکې ړنګ شو. اوس د دې سیمې پخواني کمونیستي نظامونه دیموکراسۍ او د آزاد مارکیت نظام ته په کومه سترګه ګوري؟ د پیو څیړنیز مرکز په حواله عمومي انځور متفاوت خو مثبت دی.

https://p.dw.com/p/3RN7D
Bildergalerie - 30 Jahre Genscher in Prag | ungarischer Soldat durchtrennt Zaun
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. J. Holzner

په ۱۹۸۹م کال کې د برلین دیوال ړنګیدل، په اروپا کې د کمونیزم د پای، پیل وو. د شرقي او غربي آلمانونو یوځای کیدو او په ۱۹۹۱م کال کې د پخواني شوري اتحاد پاشل کیدو په نړۍ کې یو ډیر مهم سیاسي او اقتصادي بدلون رامنځ ته کړ، ځکه هیوادونو د دیموکراسي او آزاد مارکیت د خپلولو سفر پیل کړ. پر دې سربیره له دې سره په اروپا کې د مثبت فکر او یووالي یو بهیر رامنځ ته شو.

اوس چې له هغه وخته ۳۰ کاله تیريږي، دیموکراسي د اروپا په مرکزې او ختیځو پخوانیو کمونیستي هیوادونو کې له لوړ ملاتړ څخه برخمنه ده. دغه څه په امریکا کې د «پیو څیړنیز مرکز» د آلمان د «کوربر بنسټ» په مرسته موندلي دي.

د دې هیوادونو ډیر کم اوسیدونکي د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۱ کلونو تر منځ د دیموکراتیک کیدو او اقتصادي آزادیو د بهیرونو له رامنځ ته کیدو پښیمانه دي. خو له دیموکراسي څخه د ملاتړ کچه بیا له یوه هیواد څخه تر بل پورې ډیر توپیر لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ترڅ کې «په اروپا کې د کمونیزم تر ړنګیدو درې لسیزې وروسته عامه نظر» تر عنوان لاندې خپره شوې سروې، دا هم موندلې ده چې که څه هم په عمومي توګه د دیموکراسي ستاینه کيږي، خو بیا هم یو شمیر ځانګړو اصولو ته د وفادارۍ کچه له یوه هیواد څخه تر بل پورې ډیر توپیر سره لري. پر دې سربیره له اوسني سیاسي او اقتصادي سیستم څخه د خلکو رضایت هم له یوې سیمې څخه تر بلې پورې متفاوت دی.

په سروې کې کوم مهم ټکي موندل شوي

  • په پولند او پخواني خیتځ آلمان کې له دیموکراسي او څو ګوندي سیستم څخه د ملاتړ کچه تر بل هر ځای لوړه او ۸۵ سلنه وه.
  • له دې بهیر څخه تر ټولو کم ملاتړ په بلغاریا، اکراین او روسیه کې موجود وو چې په ترتیب سره یې کچه ۵۴، ۵۱ او ۴۳ سنله وه.
  • له آزاد مارکیت څخه د ملاتړ کچه په مجموع کې له دیموکراسي سره د ملاتړ کچې په اندازه وه.
  • په هنګري، لتوانیا او اکراین کې د ۱۹۹۱ او ۲۰۰۹ کال په پرتله خلک ډير د دیموکراسي او آزاد مارکیټ ملاتړ کوي.
  • د ختیځ بلاک ډیرو هیوادونو ویلي دي چې په دیموکراسي کې یې عادله قضایه قوه او د ښځو او نارینه و حقونو مساوات د لومړیتوبونو په ډله کې دي.
  • آزاده مدني ټولنه او د دین آزادي هغه دوه لومړیتوبونه ول چې تر ټولو کمو پوښتل شویو کسانو د لومړیتوبونو په توګه یاد کړي دي.
  • د اروپا د ختیځ بلاک په پخوانیو کمونیستي هیوادونو کې ډیر کسان په دې باور دي چې د لوړې طبقې خلکو د آزاد مارکيت او دیموکراتیک کیدو له بهیر څخه د عامو اوسیدونکو په پرتله ډیر ګټه ترلاسه کړې ده.
په «کوربر بنسټ» کې د نړیوال سیاست د څانګې مشرې نورا مولر
په «کوربر بنسټ» کې د نړیوال سیاست د څانګې مشرې نورا مولرانځور: DW

تازه څیړنه د «پیو څیړنیز مرکز» د دوو پخوانیو څیړنو په دوام چې په ۱۹۹۱ او ۲۰۰۹ کلونو کې شوې وې، ترسره شوې ده. د دې څیړنې په ترڅ کې د اروپايي ټولني په ۱۴ هیوادونو روسیې، اوکراین او امریکا کې له ۱۸۹۷۹ کسانو څخه پوښتنې شوې دي. پوښتنې د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې له نیمایي څخه د اګست میاشتې تر نیمایي پورې شوې دي.

په څیړنه کې همداراز د نورو موضوعګانو لکه اروپايي ټولنه، له ژوند څخه رضایت، اقتصادي وضعیت او د اقلیتونو په اړه نظر په هلکه هم پوښتنې شوې دي.

اقتصادي ښه وضعیت د رضایت اساس

له ۱۹۸۹م کال راهیسې د لتوانیا او  پولند په څیر هیوادونو کې د ژوند شرایط ډیر ښه شوي دي نو له همدې کبله په دې هیوادونو کې د دیموکراسي او آزاد مارکیټ له پاره ملاتړ هم لوړ دی.

په «کوربر بنسټ» کې د نړیوال سیاست د څانګې مشرې نورا مولر، وايي: «د رضایت کچه د اقتصادي وضعیت له ښه والي سره تړلې ده.»

په ځانګړي توګه هغه پخواني کمونیستي هیوادونه چې اوس له اروپايي ټولنې سره یوځاي شوي او له دې بهیر يې څخه ګټه اخیستې، د دیموکراسي پر لور د خپل هیواد له حرکته خوښ دي.

د راتلونکې په اړه مثبت نظر

په ټوله کې دغې څیړنې د کمونیزم تر ړنګیدو ۳۰ کاله وروسته د اروپا یو مثبت انځور وړاندې کړی دی. په څېړنه کې دا هم راغلي دي چې د دې سیمې ډیر اوسیدونکي د راتلونکې له پاره خوشبینه دي.

مولر وايي: «په مرکزي او د ختیځې اروپا په هیوادونو کې ډیر کسان په ځانګړې توګه له نورو اروپایانو سره د اړیکې په اړه مثبت نظر لري.»

مولر زیاتوي چې پوښتل شوي کسان په دې باور دي چې په راتلونکې کې به لویې شخړې رامنځ ته نه شي. خو د څیړنې لیکونکو دا هم په ډاګه کړې ده چې په ځینو مواردو کې پوښتل شوي کسان د اوسني سیاسي سیستم د کار د څرنګوالي په اړه بدبینه ول.

(ms/nz (DW/Peter Hille