د اروپا په پارلماني ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته ښکاري
۱۳۹۸ خرداد ۵, یکشنبهپه آلمان کې د غرمې وروسته مودې تر ماسپښينه پورې د ټاکنو د سمبالونکو په خبره ۲۹،۴ سلنه خلکو خپلې رايې کارولې وې چې د ۲۰۱۴ کال په پرتله کابو څلور سلنه زياتولی ښيي.
په هنګري او سلواکيا کې هم د تېرو انتخاباتو په پرتله زياتو خلکو رايې ورکړې دي. په سلواکيا کې ښايي د پخوا په پرتله تر ټولو زياته ونډه هم تر سترګو شي. دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه پورې په سلواکيا کې د نورو اروپايي هېوادونو په نسبت تر ټولو کمو خلکو ټاکنو کې ګډون کاوه. په پولنډ کې د انتخاباتي مرکزونو تر پرانيستنې پنځه ساعته وروسته د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه برابر ډېرو خلکو رايې ورکړې وې. په هسپانيا کې هم د خلکو لېوالتيا دا ځل ډېره ښکاري. د اروپايي شورا رئيس دونالد توسک، داسې انګېري چې د اروپا په پارلمان کې به د اروپا ضد سياسي حرکتونو رول پياوړی نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د آلمان ولسمشر هم په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون غوښتی وو.
DPA/ns/ms